Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

جوبایډن د امریکا د نوي ولسمشر په توګه لوړه وکړه

 د امریکامتحده ایالاتو منتخب ولسمشر، جوبایډن د دغه هېواد ۴۶ ولسمشر په توګه لوړه وکړه او د لوړې مراسمو لپاره په مرکزي ایالتونو کې بېړنی حالت اعلان شوی و او د ملي ګارډ ځواکونه د امنیت د تامین په موخه په دندو ګمارل شوي و.

د لوړې مراسم د امریکا د عالي دیوان رییس، جان رابرتز د ښاغلي بایډن د لوړې مراسم ترسره کړل.

د لوړې له مراسمو وروسته جوبایډن خپلو خبرو کې وویل:«نن د ډموکراسۍ ورځ ده.»

له بایډن وروسته، مرستیالې یې، کاملا هاریس د لوړې مراسم ترسره کړل، نوموړې د امریکا په تاریخ کې لومړۍ مېرمن ده چې دغې څوکۍ ته رسیږي.

د ښاغلي بایډن د لوړې مراسمو کې د امریکا پخوانيو ولسمشرانو، لکه بارک اوباما او جورج بوش هم ګډون کړی، خو مخکنی ولسمشر، ډونالډ ټرمپ نه و.

د جوبایډن د لوړې له مراسمو وروسته، د امریکا مخکني ولسمشر، ډونالډ ټرمپ واشنګټن پرېښود.

بایډن د امریکا دوهم کاتولیک ولسمشر دی، مخکې له هغې په ۱۹۹۰ زیږدیز کال کې بیل کلنټن هم کاتولیک ولسمشر و.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه