Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

داعش په عراق کې د مرګوني بریدونو مسوولیت ومانه

د عراق پلازمېنه بغداد ښار کې د تېرې(پنجشنبې د سلواغې ۲مې نېټې) مرګونو بریدونو چې پایله کې یې ۳۲ تنو ژوند بایلود او څه باندې ۱۰۰ تنه ټپیان شول، مسوولیت ومانه.

دا بریدونه په تېرو دردرېیو کلونو کې بې ساري بلل شوي.

په همدې حال کې د عراقي حکومت د بیړنۍ ناستې په ترسره کولو د پېښې په تړاو د څېړنو سپارښتنه وکړه.

عراقي امنیتي چارواکي وايي دا بریدونه د بغداد ښار له ګڼې ګوڼې ډکې طیران میدان کې شوي دي.

د پېښې شاهد ویلي دي:«‎لومړۍ چاودنه د دې ودانۍ مخې ته وشوه. بله چاودنه هلته یو څو دقیقې وروسته وشوه. ما غوښتل خپل ملګری ابو طارق دلته یو څه راوړم. کله چې زه بیرته راغلم، نو وېره خپره شوه.»

د عراق امنیتي چارواکي وايي بریدګر لومړۍ په دې پلمه چې ناروغ دی په طیران باراز کې خلک پر ځان راټول کړي او بیا یې ځانته چاودنه ورکړې ده، او کله چې  نور خلک د لومړي برید قربانیانو ته ورغلل، دوهم برید وشو.

بغداد کې د مدني دفاع ټولنې رییس، خادم سلمان وویل څرګنده کړه:«دوې چاودنې د پنځه دقیقو په ترڅ کې رامنځته شوې. لومړي بریدګر داسې ښکاره کړه چې سوځېدلی دی، د عراق باعزته خلک هم د هغه مرستې ته ورغلل، چې هغه ځانته چاودنه ورکړه.»

عراق کې د داعش ډلې له ماتې سره دا ډول بریدونه په نه و شوي.

 په همدې حال کې ملګرو ملتونو په دې وروستیو کې خپل راپور کې ویلي دي چې عراق او سوریې کې له ۱۰ زرو ډېر داعش وسله وال فعاله دي چې تر ډېره په کلیوالي سیمو کې پراته دي.

د عراقي حکومت د بیړنۍ ناستې په ترسره کولو د پېښې په تړاو د څېړنو سپارښتنه وکړه

شریک یي کړئ