Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

مسکو: له اعتراضونو د لویدیځ ملاتړ د روسیې په چارو کې لاسوهنه ده

مسکو د روسیې ولسمشر، ولادمیر پوتین حکومت ضد اعتراضونو د لویدیځو هېوادونو ملاتړ، د دغه هېواد په کورنیو چارو کې لاسوهنه بولي.

تېرو دوو ورځو کې د ختیځې  اسیا، مسکو، سایبریا او روسیې نورو برخو کې د اعتراضونو په ترڅ کې څه باندې درې زره کسان نیول شوي دي.

د راپورونو له مخې په یوه بې ساري ګام کې د پوتین د حکومت د مخالف سیاستوال، الکسي ناولیني لسګونه زره پلویان او د روسیې د حکومت مخالفین سرکونو ته راووتل.

ناولیني تېره اوونۍ کله چې له المانه روسیې ته له راستنېدو سره سم په هوايي ډګر کې ونیول شو.

هغه د ځان پر وړاندې د حکومت دغه کار سیاسي اقدام وباله.

د ناولیني پلویانو د اعتراضونو په تړاو د لویدیځو هېوادونو له ډلې فرانسې د بهرنیو چارو وزیر، ژان یویس لودریان ویلي دي چې د دغو اعتراضونو په تړاو باید د پاریس پوښتنو د روسیې امنیت په تړاو ځواب وویل شي.

هغه د ناولیني د پلویانو نیونه د د قانون او امنیت خلاف بولي.

 لودریان زیاته کړې ده:«زه په روسیه کې استبدادي چلند د اندېښنې وړ بولم. د اعتراض کوونکو نیونه چې د قانون حاکمیت تر پوښتنې لاندې راولي، د زغملو نه دی. له دې سره په روسیه کې د اعتراض کوونکو بریالي توب د لیدو دی.»

دی وړاندې وايي:«موږ غواړو چې ناولني ازاد کړی شي او د هغه د وژنې هڅې په تړاو مالومات ورکړل شي. په هغه هېواد کې چې قانون حاکم وي، باید روښانه چې ولې باید څوک ووژل شي.»

د روسیې پولیس دغه اعتراضونه د قانون خلاف بولي او د اعتراضونو د پاشلو هڅه یې وکړه.

خو لاریون کونکو ویلي دي چې په حکومت کې له فساد ستړي شوي دي او د آزادۍ شعارونه یې ورکول.

یوه اعتراض کوونکي وویل:« زما د قهر لومړی لانل دا دی چې کله تاسې وغواړئ دولتي چارواکي ستاسې ستونزه هوارې کړې، نو تاسې به له بندو دروازو سره مخامخ کیږئ، سره له دې موږ لا هم مالیه ورکوو، کلونه کیږي چې موږ په حکومت کې کار کوو او له خپل هېواده نه یوو وتلي، حکومت زموږ د ستونزو هواري ته پام نه کوي.»

ناوالني وروسته له هغې چې ونیول شو، پر پولیسو یې غږ وکړ چې سرکونو ته ووځي.

هغه پر پوتین تور پورې کړ چې د هغه د وژلو امر یې کړی و، خو پوتین دا تورونه په کلکه رد کړي او ویلي یې دي چې د ناوالني کړنې د هغه د بي اعتبار کولو لپاره د متحده ایالاتو د هڅو یوه برخه ده.

تېرو دوو ورځو کې د ختیځې  اسیا، مسکو، سایبریا او روسیې نورو برخو کې د اعتراضونو په ترڅ کې څه باندې درې زره کسان نیول شوي دي

شریک یي کړئ