Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

نړۍ کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې له ۱۰۰میلیونو واوښتې

د جان هاپکنز پوهنتون د مالوماتو له مخې په نړۍ کې د کرونا ویروس د ټولو مثبتو پېښو شمېر له ۱۰۰ میلیونو واوښت.

د یاد پوهنتون شمېرې ښیې چې اوس مهال په نړۍ کې ۱۰۰ میلونه، ۸۸۶ زره او ۱۵ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

همداراز د کوویډنولس ناروغۍ له کبله ۲ میلیونه، ۱۷۴ زره او ۴۸۶ تنه مړه شوي دي.

تر اوسه امریکا متحده ایالات د اخته کسانو له پلوه نړۍ کې لومړۍ څای لري چې په کې ۲۵ میلیونه، ۵۹۸ زره او ۶۲ مثبتې پېښې ثبت شوې دي او له ۴۲۹ زرو ډېر کسان په کې مړه شوي دي.

په امریکا پسې بیا هند د کرونا ویروس ډېرې پېښې لري چې په کې ۱۰ میلیونه، ۷۰۱ زره او ۱۹۳ مثبتې پېښې تر دې دمه په کې ثبت شوې دي او څه باندې ۱۵۳ زره نور مړه شوي دي.

د یادو هېوادونو وروسته بیا برازیل، روسیه او انګلستان دي چې د کرونا ویروس ډېرې مثبتې پېښې لري.

دا په داسې حال کې ده چې اوسمهال نړۍ کې د کرونا ویروس د دوهم ډول خپرېدو هم اندېښنې رامنځته کړې دي.

د جان هاپکنز پوهنتون شمېرې ښیې چې اوس مهال په نړۍ کې ۱۰۰ میلونه، ۸۸۶ زره او ۱۵ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

شریک یي کړئ