Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

عراق کې د امریکايي قراردادیانو مرګ ژوبله او د امریکا غصه

د امریکا متحده ایالاتو دفاع وزیر، انتوني بلینکن وايي چې د عراق کردستان کې پر امریکايي قراردادیانو برید په قصه دی.

اربیل ښار کې د امریکايي ځواکونو یوې اډې ته نیږدې توغندیز برید کې یو امریکايي قراردادي مړ شوی او د دوو ملکي کسانو په ګډون پنځه نور ټپيان دي.

دا یوه وروستي کال کې عراق کې پر امریکايیانو مرګونی برید بلل کیږي.

انتوني بلینکن زیاته کړې ده د پېښې په تړاو یې د عراق له لومړي وزیر، مسرور بارزاني سره خبرې کړې دي.

تر اوسه د توغندیو کره شمېر نه دی مالوم، خو ویل کیږي چې یو یې په اربیل کې د چین پر قنسلګرۍ لګېدلی دی.

دا توغندي د اربيل هوايي ډګر او د داعش ضد ائتلا او امریکايي ځواکونو اډې ته نېږدې لګېدلي ديږ

مخکې له دې په عراق کې د امریکا سفارت او پوځي اډو د برید پړه پر ایران پلوه غیرقانوني ډلو اچول شوې وه.

اوس د ایران سپاه پاسدارانو خبري رسنۍ "تسنیم" خبر ورکړی چې د دغه توغندیز برید مسوولیت د"سرایا اولیاء الدم" ډلې منلی دی.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې عراقي چارواکو دا ډله په ایران پورې تړلې بللې ده.

اربیل ښار کې د امریکايي ځواکونو یوې اډې ته نیږدې توغندیز برید کې یو امریکايي قراردادي مړ شوی او د دوو ملکي کسانو په ګډون پنځه نور ټپيان دي

شریک یي کړئ