Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د پنځه جمع یو هېوادونو ناسته کې د ګډون لپاره د امریکا لېوالتیا

امریکا متحده ایالات وايي که د ایران د اټومي پروګرام په اړه پنځه جمع یو هېوادونو غونډې ته وبلل شي، په کې به ګډون وکړي.

متحده ایالاتو همداراز ملګرو ملتونو ته یو لیک کې چې یوه نسخه یې سي بي اس رسنۍ ته رسېدلي، لیکلي چې ډونالډ ټرمپ حکومت لخوا پر ایران د بندیزونو بیا راګرځولو په تړاو له غوښتنې تېريږي.

لیک کې په نیویارک کې د ملګرو ملتونو مقر ته د ایراني ډپلوماټانو د تګ راتګ له بندیزه هم ډډه شوې ده.

دغه څرګندونې د انګلستان، جرمني او فرانسې د بهرنیو چارو وزیرانو سره د دوی د امریکايي سیال له خبرو وروسته کیږي.

دغه هیوادونه ټینګار کوي د ایران لخوا د هستوي هوکړې ژمنو ته نه پام خطرناک دي.

د المان د بهرنیو چار وزیر، هایکو ماس ویلي دي:«‎د ترټولو غوره او خوندي لاره دا ده چې دا ډاډ ترلاسه کړو دا چې ایران اټومي وسلې نه ترلاسه کوي. موږ غواړو په دې تړاو له امریکا سره خبرې وکړو چې دوی له کومو شرایطو سره چمتو دي چې هستوي هوکړې ته راستون شي. مګر د ایران دلخوا په تدریج سره د ژمنو کمول او هستوي پروګرام په اړه مالوماتو کې نه روڼتیا په دې مانا ده چې ایران له اور سره لوبه کوي او دا کار بهیر له اوسه هم سختوي.»

د برتانیا د بهرنیو چارو وزیرهم ویلي دي چې اټومي هوکړې ته د ایران ژمنتیا مهمه ده او هم د خبرو مېز ته د امریکا راستنېدل، څو دا مسله روښانه شي.

دامین راب زیاته کړې ده:«‎دا څرګنده خبره ده چې موږ د اټمي تړون پراساس د ایران لخوا په دوامداره توګه سرغړونې د اندېښنې وړ دي. له همدې امله د امریکا متحده ایالاتو او اروپا ډیپلوماسي باید پیاوړې شي. زه د امریکا، فرانسې او المان د بهرنیو چارو وزیرانو سره خبرې کوم، څو د ایران کنټرول لپاره ډیپلوماتیکې هڅې زیاتې کړي.»

په همدې حال کې ایران ملګرو ملتونو ته د امریکا له استول شوي لیکه هرکلی کوي. تهران مخکې له دې د هستوي هوکړې ژمنو عملي کول پر دغه هېواد د امریکا د بندیزونو په لیري کولو باندې تړلي بللي، چې چین او روسیې هم ملاتړ کړی.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاندې، هوا چونینګ څرګنده کړې:«‎‎چین تل په دې باور دی چې اټومي تړون ته د متحده ایالاتو راستنیدنه د ایران اټومي لانجې د پای ټکی ایښودو یوازینۍ لار ده. ټول لوري باید د ایران اټومي مسلې حل لپاره د بهرنیو چارو وزیرانو د  اجماع عملي کول درک کړي او امریکا هم باید هستوي هوکړې ته راستون شي او ټول بندیزونه لیري کړي. د ایران لوری هم باید د هستوي هوکړې له مخې خپلې ټولې ژمنې عملي کړي.»

په ۲۰۱۵ زیږدیز کال کې د هستوي هوکړې له مخې د بندیزونو له لیري کولو سره ایران هم خپل هستوي فعالیتونه باید کم کړې وی، خو په ۲۰۱۸ کال کې له یادې هوکړې د امریکا له وتو سره ایران یو ځل بیا خپل هستوي فعالیتونه زیات کړل.

شریک یي کړئ