Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

امریکا د خاشقجي وژنې په تړاو خپل راپور خپروي

سپنې اعلان کړی چې د سعودي عربستان حکومت منتقد خبریال، جمال خاشقجي وژنې په تړاو به خپل راپور خبر کړي.

د امریکا ولسمشر، جو بایډن وايي دا راپور چې د امریکا مخکني ولسمشر، ډونالډ ټرمپ حکومت پر مهال جوړ شوی و، مطالعه کړی دی.

دا راپور د ټرمپ حکومت پر مهال خپور نشو.

بایډن ویلي دي چې د راپور په تړاو به د سعودي عربستان له پادشاه، ملک سلمان سره ټلفوني خبرې وکړي.

د ۵۹ کلن خاشقجي د مړینې خبر د ۲۰۱۸ زیږدیز کال په اکتوبر کې خپرو شو، هغه مهال واشنګټن پوسټ او رویټرز اژانس خبر ورکړ چې عربستانی خبریال، جمال خاشقجي استانبول کې د سعودي عربستان په کونسلګرۍ کې دننه وژل شوی دی.

دغو رسنیو د نوم نه ښودلو په شرط د ترکي چارواکو له قوله ویلي، جمال خاشقچي چې له هغې ورځې دغې کونسلګرۍ کې ورک شو، پنځلس عربستاني چارواکي هم کونسلګرۍ ته ورغلي وو.

نوموړی په دوهمه استانبول کې د عربستان کونسلګرۍ ته تللی و او له هغه وروسته ونه لیدل شو.

وروسته له دې عربستاني او ترکي چارواکو د خبریال د ورکېدو په اړه دوه ګوني راپورونه خپاره کړل. انقرې ویلي وو داسې شواهد نشته چې وژل شوي خبریال خپل ډپلوماتیک ماموریت پرېښی وي، خو ریاض بیا ویلي وو چې خاشقجي کنسلګرۍ ته له تګ وروسته بیرته وتلی دی.

د امریکا څارګرې ادارې( سي ای اې) په ۲۰۱۸ کال کې وویل چې د سعودي عربستان ولیعهد، محمد بن سلمان د خاشقجي له وژلو سره هوکړه کړې او ښایې امر یې هم صادر کړی وي.

شریک یي کړئ