Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د سعودي عربستان پاچا سره خبرو کې پر بشري حقونو د بایډن ټنیګار

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر، جو بایډن د سعودي عربستان له پاچا سلمان بن عبدالعزیز سره په تلیفوني خبرو کې د بشري حقونو او د قانون حاکمیت پر اهمیت ټینګار کړی دی.

جوبایډن د سعودي عربستان حکومت د منتقد خبریال، جمال خاشقجي د وژنې په تړاو د راپور له ترلاسه کولو وروسته د دغه هېواد له پاچا سره خبرې وکړې.

تمه کیږي چې دا راپور به ډېر ژر خپور شي او  د امریکايي رسنیو د رپور له مخې ښایې راپور کې د سعودي ولیعهد، محمد بن سلمان نوم هم وي.

د ۵۹ کلن خاشقجي د مړینې خبر د ۲۰۱۸ زیږدیز کال په اکتوبر کې خپرو شو، هغه مهال واشنګټن پوسټ او رویټرز اژانس خبر ورکړ چې عربستانی خبریال، جمال خاشقجي استانبول کې د سعودي عربستان په کونسلګرۍ کې دننه وژل شوی دی.

دغو رسنیو د نوم نه ښودلو په شرط د ترکي چارواکو له قوله ویلي، جمال خاشقچي چې له هغې ورځې دغې کونسلګرۍ کې ورک شو، پنځلس عربستاني چارواکي هم کونسلګرۍ ته ورغلي وو.

نوموړی په دوهمه استانبول کې د عربستان کونسلګرۍ ته تللی و او له هغه وروسته ونه لیدل شو.

وروسته له دې عربستاني او ترکي چارواکو د خبریال د ورکېدو په اړه دوه ګوني راپورونه خپاره کړل. انقرې ویلي وو داسې شواهد نشته چې وژل شوي خبریال خپل ډپلوماتیک ماموریت پرېښی وي، خو ریاض بیا ویلي وو چې خاشقجي کنسلګرۍ ته له تګ وروسته بیرته وتلی دی.

د امریکا څارګرې ادارې( سي ای اې) په ۲۰۱۸ کال کې وویل چې د سعودي عربستان ولیعهد، محمد بن سلمان د خاشقجي له وژلو سره هوکړه کړې او ښایې امر یې هم صادر کړی وي.

سپينې ماڼۍ ویلي دي د جمال خاشقجي وژنې په تړاو به د امریکا د څارګرې ادارې راپور خپور کړي

شریک یي کړئ