Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

امریکا د سعودي عربستان ولیعهد د خاشقجي په وژنه کې دخیل ګڼي

د امریکا متحده ایالاتو یو استخباراتي رپوټ کې راغلي دي چې محمد بن سلمان د سعودي عربستان ولیعهد، د عربستاني خبریال جمال خاشقجي وژنې پخلی کړی و.

په دغه رپوټ کې چې د جو بایډن حکومت له خوا خپور شوی، چې د استخباراتي معلوماتو پربنسټ، د عربستان ولیعهد د خاشقجي د نیولو او یا وژلو لپاره د عملیاتو پخلی کړی و.

که څه هم دا یوه نوې موضوع نه ده؛ خو د امریکا د اوسني حکومت له لوري دد هغه خپرېدل مهم بلل شوي دي.

له دې ټولو سره امریکا تراوسه د محمد بن سلمان په وړاندې کوم اقدام نه دی کړی، بلخوا ریاض دا رپوټ ناسم او د منلو وړ نه ګڼي.

امریکا د استخباراتي معلوماتو له مخې دې پایلې ته رسېدلې ده چې په عربستان کې د محمد بن سلمان د واکمنۍ له امله شونې نه وه چې  جمال خاشقجي د هغه له اجازې پرته ووژل شي.
 
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن وايي:«د مالیې وزارت د عربستان د استخباراتو پر پخواني مرستیال احمد العسیري د استانبول په عملیاتو کې د مستقیم رول د لرلو له امله چې ښاغلی خاشقجي یې وواژه، بندیز لګوي. دغه راز  موږ د عربستان د چټک غبرګون ځواکونه په دې پېښه کې د لاس لرلو له امله تحریموو. موږ له هغې طرحې یا د خاشقجي د بندیزونو د مواردو په پلي کولو سره د عربستان پر ۷۶ وګړو چې له دغه هېواد نه بهر یې د خاشقجي د وژنې په ګډون د مخالفانو په ګواښلو کې لاس درلود، د ویزې محدودیت لګوو.»

جمال خاشقجي په ۲۰۱۸ زیږدیز کال کې تر هغه وروسته چې د خپل دویم واده د سندونو د پړاوونو د بشپړولو لپاره په استانبول کې د عربستان کونسلګرۍ ته تلل و، د عربستان د مامورانو له لوري ووژل شو او وروسته یې ټوټه؛ ټوټه شوی جسد بل ځای ته ولېږدول شو. 
د دې پېښې جزیات د امریکا په ډلبندي شویو اطلاعاتو کې دي چې تر اوسه خپاره شوي نه دي.
 
حقوقپوه امریت سنگهـ وايي:«همدا چې دا رپوټ خپور شوی دی؛ یوه ښه خبره ده، ځکه د ټرمپ ادارې دا اطلاعات ساتلي وو. د ټرمپ حکومت د خاشقجي په قتل کې د ولیعهد رول پټ کړی و. خو دا بسندویه نه ده. ولیعهد باید ځواب ووايي. هغه باید له بندیزونو، د شتمنیو له کنګل کېدو او د سفرونو له بندېدو سره مخ شي.»

د عربستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې د امریکا دا رپوټ له یوې مخې رد کړی دی او هغه یې منفي ناسم او د نه منلو وړ بللی دی.

عربستان وایي چې په دغه رپوټ کې ناسم اطلاعات راټول شوي دي.
 
شریک یي کړئ