Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

هند کشمير کې د ۱۵۰ روهینګیا مسلمانانو نیول کېدل

د هند اړوند کشمیر سیمه کې ۱۵۰ روهینګیا مسلمانان چې ټاکل شوې له دې سیمې ویستل شي، نیول شوي دي.

هندي رسنیو ویلي دي چې زرګونه روهینګیا مسلمانان له له دغه هېواده ویستل شي.

دغه کډوال چې د میانمار اوسېدونکي دي تېر کال دغه هېواد کله له ځپل کېدو وروسته کابو دوه میلیونه یې هند او بنګله دیش ته کډوال شول.

 روهینګیا ګډوالو عمر خالد وايي:«موږ نشو کولی د هغو کډوالو په تړاو چې بېول شوي دي مالومات ترلاسه کړو، ویل کیږي چې بند خونې ته وړل شوي دي.»

د هند کشمیر کې نېږدې ۵ زره روهینګیا کډوال ژوند کوي تمه کېږي چې د ویستو بهیر یې پیل شي.

یوه کډوالو وايي چې زوی او نګور یې د سودا اخیستو لپاره بازار ته تللي و، خو یوازې نګور یې کورته راغله، ځکه چې زوی یې نیول شوی و.

خدیجه زیاتوي:«نګور مې امیندواره وه، نن یې ماشوم وزیږید، خو د ماشوم پلار نشته.»

روهینګیا مسلمانان نړۍ کې له بې هېواده کسان شمېرل کیږي. د میانمار حکومت هغوی په رسمیت نه پېژني چې وروستیو کلونو کې دوه میلیونه یې نورو هېوادونو ته تللي او ۴۰زره یې هند کې ژوند کوي.

شریک یي کړئ