Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

هند له امریکا ۳۰ بې‌پيلوټه الوتکې پېري

هند له پاکستان او چین سره د مقابلې لپاره د لومړي ځل لپاره له امریکا متحده ایالاتو بې پيلوټه الوتکې اخلي.

بلومبرګ خبري سایټ د هندي چارواکو له قوله خبر ورکړی هند ۳۰ بې پیلوټه الوتکې د سمندري او ځمکني دفاع لپاره اخلي.

هند داسې مهال دا پرېکړه کړې ده چې له خپلو دوو ګاوندیو، چین او پاکستان سره یې ناندرې روانې دي.

ټاکل شوې هند دغو پرمختللو الوتکو پېرلو لپاره راتلونکې میاشت څه باندې درې میلیارډه ډالره بېلې کړي.

هند په هند اقیانوس او د اسیا سویل ختیځو برخو لپاره د امریکا د دفاعي ستراتیژیک شریک په توګه راڅرګندیږي.

د لومړي وزیر، نرندرا مودي حکومت تېرو لسو کالو کې ۲۵۰ میلیارډه ډالره د هند دفاعي جوړښت باندې لګولې دي.

درې ورځې مخکې رویټرز خبري آژانس خبر ورکړی و چې ټاکل شوې د امریکا دفاع وزیر، لویډ اسټین راتلونکې اوونۍ هند ته سفر وکړي.

د راپور له مخې د هند او امریکا اړیکو ټنګښت د اسیا او اقیانوسیه سیمه کې د چین ځواک زیاتوالي په مقابل کې دی.

امریکا کې د جوبایډن حکومت پیل راهیسې هند ته د امریکايي لوړي پوړي چارواکي لومړی سفر دی چې ترسره به شي.

یوه هندي چارواکي رویټرز خبري آژانس ته ویلي چې د امریکا دفاع وزیر به د مارچ په پنځلسمه نېټه هند ته سفر وکړي او له خپل هندي سیال سره به وګوري.

هند له امریکا ۳۰ بې‌پيلوټه الوتکې پېري

هند داسې مهال دا پرېکړه کړې ده چې له خپلو دوو ګاوندیو، چین او پاکستان سره یې ناندرې روانې دي

شریک یي کړئ