Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د امریکا د ولسي جرګې غړی: چین کې د مسلمانانو ځپل نسل وژنه ده

د امریکا متحده ایالاتو د ولسي جرګې غړی، مایکل مک کول چین کې د مسلمانانو ځپل نسل وژنه بولي.

په داسې حال کې چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر سره د دغه هېواد د ولسي جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې د ناستې یوه موضوع د چین ایغور مسلمانانو ځپلو ترڅنګ د بشري حقونو نقض وه، ښاغلي مک کول دې ناسته کې وویل چې چین کې نسل وژنه  ترسره کیږي.

هغه زیاته کړه:«د چین په تړاو تاسې خپله وویل چې هلته نسل وژنه کیږي او زه له تاسې(د امریکا د بهرنیو چارو وزیر) سره همغږی یم. کنګرې هم هوکړه کړې ده او پخواني دولت هم همدا کار وکړ. موږ هغه نسل وژنه بولو. موږ د دغه جنایت مسوول کسان او بنسټونه مجازات کړل. د دغه نسل وژنې مخنیوي لپاره چمتو یاست چې څه وکړئ؟»

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، انتوني بلنکین ژمنه کړې چې د  السکا ناسته کې چې راتلونکې اوونۍ به ترسره شي خپله اندېښنه له چیني چارواکو سره شریکه کړي.

هغه همداراز زیاته کړې چې له چین نه غواړي څو د مسلمانانو نسل وژنې په تړاو باید ملګلو ملتوو ته اجازه ورکړي، څو دغه هېواد کې څېړنې وکړي.

د بلنکین په خبره:«زه فکر کوم که چین ادعا کوي چې هېڅ نه دي شوي، نو که د پټولو لپاره څه نه وي، باید نړیوالې ټولنې او ملګرو ملتونو ته اجازه ورکړي چې څېړنې وکړي او موږ او نړۍ ته ښکاره کړي، دا ډېر مهم دي.»

دوې ورځې مخکې څه باندې ۵۰ نړیوالو متخصصینو د بشري حقونو په برخه کې د خپل راپور په خپرولو سره اعلان وکړ چې چین کې په جبري توګه د ایغورو او مسلمانان عقیم کول او  جنسي زورونو په تړاو یې معتبر اسناد ترلاسه کړي دي.

یو تازه راپور ښکاره کوي چې نېږدې دوه میلیونه مسلمانان د سنکیانګ بندخونه کې زورول کیږي

شریک یي کړئ