Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

دوه پاکستاني وګړي د جنسي تېري د تور له امله په اعدام محکوم شول

د پاکستان په لاهور ښار کې یوې محکمې، دوه سړي چې پر ډله ییز جنسي تېري، انسان تښتونې، غلا او ترهګرۍ تورن وو، په اعدام محکوم کړي دي.

دغه پېښه چې تېر کال د اسلام اباد د لویې لارې په اوږدو کې رامنځته شوې وه، پاکستان ته یې ټکان ورکړ او د سراسري اعتراضونو لامل شوه.

د دغې پېښې دوه تورن د ډله ییز جنسي تېري، انسان تښتونې، غلا او ترهګرۍ په تورونو په اعدام محکوم شوي دي؛ خو د استېناف غوښتنې حق لري.

د پولیسو افسر شارق جمیل خان په دې هکله وویل:«نن شنبې (د کب په ۳۰مه) قاضي دوه تورن، هر یوه عابد علي او شفق علي په اعدام محکوم کړل.»

دغه ښځه د تېر کال په سپټمبر میاشت کې کله چې د موټر تېل یې خلاص شوي و او د پولیسو د مرستې په تمه د سړک غاړې ته ولاړه وه چې د اولادونو په مخکې یې دغو دوو تنو پرې جنسي تېری وکړ.

څارنوال وقار بهاتي په دې هکله وویل:«قاضي د حکم د صادرولو پر مهال تورنو ته وویل چې کولای شي د اوو ورځو په لړ کې سترې محکمه کې د استېناف غوښتنه وکړي. کله چې پېښه سترې محکمې ته ولاړه شي، څارنوال به هڅه وکړي له دوسیې دفاع وکړي چې دغه حکم عملي شي.»
  
دغې پېښې په ټول پاکستان کې په ځانګړې توګه د ښځو له خوا پراخ اعتراضونه لرل. د ښځو د حقونو د برخې فعالان په دغه هېواد کې د قوانینو د بدلون غوښتونکي دي.

په پاکستان کې له جنسي تېري سره د مبارزې بنسټ وايي چې په دغه هېواد کې د جنسي تېري یوازې درې سلنه پېښې محکمې ته رسېږي.

شریک یي کړئ