Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

خامنه يي: ایران د امریکا پر ژمنو باور نلري

د ایران مذهبي مشر، آیت  الله خامنه يي وايي چې پر دغه هېواد د بندیزونو ليري کولو په تړاو د امریکا متحده ایالاتو پر  ژمنو باور نلري.

نوموړي تېر ورځ(یکشنبې د وري په لومړۍ نېټه) زیاته کړې تر هغې چې امریکا خپل بندیزونه لیري نکړي، نو د ۲۰۱۵ زیږدیز کال له لویدیځ سره د ایران هستوي هوکړې ته به تهران ستون نشي.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا متحده ایالاتو د نوي ولسمشر، جو بایډن اداره دیادې هوکړې بیا رغولو په هڅه کې ده، کومه چې د یاد هېواد مخکنی ولسمشر، ډونالډ ټرمپ واک ته تر رسېدو وروسته ترې ووتو.

وروسته له دې چې امریکا له یادې هوکړې ووته، تهران هم د هوکړې مادې نقض کړې.

خامنه يي زیاته کړې ده:«موږ د بارک اوباما حکومت پرمهال پر امریکا باور درلود. او پر خپلو ژمنو مو عمل وکړ خو دوی ژمن پاتې نشول. امریکا د کاغذ پر مخ ژمنې وکړې چې بندیزونه لیري کيږي، خو ژمنې یې عملي نکړې او موږ په دې لحاظ پرې باور نلرو.»

نوموړي څرګنده کړې ده:«امریکا باید خپل ټول بندیزونه لیري کړي. موږ په دې تړاو بیا کتنه کوو، او که بندیزونه پورته نشول، موږ به پرته له هېڅ شرطه خپلو الزاماتو ته راوګرځو. موږ ډېر صبر لرو او بېړني حال کې نه یوو.»

ښاغلي خامنه يي هغو کسانو ته چې د ایران کې د جون میاشتې د ټاکنو بهیر پر غاړه لري ویلي چې باید اقتصادي پلان بندیزونو ته په پام کې نیولو سره جوړ کړي.

ښاغلي خامنه يي هغو کسانو ته چې ایران کې د جون میاشتې د ټاکنو بهیر مدیریت پر غاړه لري ویلي چې باید اقتصادي پلان بندیزونو ته په پام کې نیولو سره جوړ کړي.

شریک یي کړئ