Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

اروپايي ټولنه: له هستوي هوکړې د ایران سرغړونه د اندېښنې وړ ده

د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مسوول، جوزف بورل د امریکا متحده ایالاتو له بهرنیو چارو وزیر، انتوني بلنکین سره خبري ناسته کې له هستوي هوکړې د ایران له سرغړونو اندېښنه څرګنده کړې ده.

هغه همداراز له لویدیځ سره د ایران هستوي هوکړې راتګ ته د واشنګټن له چمتووالي هرکلی کړی دی.

ښاغلي بورل زیاته کړې ده:«موږ همداراز د ایران په تړاو خبرې وکړې، جامع او ګډ پروګرام څو اړخیزه ډپلوماسي ده. له ستونزو سره سره زه فکر کوم چې دا هوکړه د ډپلوماسۍ ښه بېلګه ده او له هوکړې د وتو لپاره د ایران اقدامات د اندېښنې وړ دي.‎»

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر همداراز دغې ناستې کې ویلي دي چې د ایران هستوي قضیې لپاره د ډپلوماسۍ لار پرانیستې ده.

هغه زیاته کړې چې په دغه خبري ناسته کې یې هستوي وسلو ته د ایران مخنیوي، د هوا بدلون او د چین په تړاو موضوعاتو باندې خبرې کړې دي.

له لویدیځ سره د ایران هستوي هوکړې له مخې دغه هېواد ژمنه وکړه چې خپل هستوي فعالیتونه به محدودوي، خو وروسته له دې چې د امریکا متحده ایالاتو مخکنی ولسمشر، ډونالډ ټرمپ له دې هوکړې ووتو، تهران خپلې ژمنې ماتې کړې.

د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مسوول او د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د بروکسل ناسته کې د نورو نړیوالو مسایلو ترڅنګ د  ایران په تړاو هم خبرې کړې دي

شریک یي کړئ