Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

امریکا: ایران په سوریې، عراق او یمن کې بشري حقونه نقض کړي

امریکا متحده ایالاتو پر ایران تور لګولی چې په سوریې، عراق او یمن کې یې بشري حقونه نقض کړي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت نړۍ کې د بشري حقونو حالت په تړاو خپل کلني راپور کې وايي ایران په ۲۰۲۰ کال کې د خپلو خلکو ترڅنګ د نورو هېوادونو د وګړو بشري حقونو تر پښو لاندې کړي دي.

دغه راپور کې راغلي چې ایران سوریې کې د بشار الاسد پوځي حکومت او حزب الله د ځواکونو، عراق کې پوځي ډلو او یمن کې د حوثیانو ملاتړ سره بشري حقونه نقض کړي دي.

امریکا همداراز تور لګوي چې د ایران حکومت د سپاه پاسدارانو په مرسته د بشارالاسد له حکومته ملاتړ او د جګړې د اوږدېدو لامل کیږي.

یاد وزارت څرګنده کړې ایران سوریې ته د عراق، افغانستان او پاکستاني شیعه وګړي لیږي چې دغه کار جګړه اوږده کړې او د زرګونو ملکي سوریانو د وژل کېدو لامل شوی.

امریکا همداراز وايي چې د ایران حکومت د سپاه پاسدارانو په مرسته د بشارالاسد له حکومته ملاتړ او د جګړې د اوږدېدو لامل کیږي.

شریک یي کړئ