Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

بنګله دېش کې د مسافر وړونکې کښتۍ ډوبېدو پایله کې پنځه تنه مړه شوي

د بنګله دېش یوه مسافر وړونکې کښتۍ چې ۵۰ سپرلۍ یې لرله د یکشنبې په ورځ (د وري په ۱۵مه) د دغه هېواد د پلازمېنې ډکا ښار په سوېل کې د شیتالاکسیا په سنید کې له یوې سوداګریزې بېړۍ سره تر ټکر وروسته ډوبه شوه.

د پولیسو چارواکي وايي چې په دغې پېښه کې، د دغې مسافر وړونکې کښتۍ پنځه تنه سپرلۍ مړه شوي او ډېر شمېر نور یې نادرکه شوي دي.

دغې کښتۍ د ډاکا ښار په ۲۰ کیلومټرۍ کې پرتې سیمې نارایانګنج څخه حرکت کړی و او غوښتل یې چې د مونشینګنج په لور ولاړه شي چې په لاره کې یې ټکر وکړ.

هغه زیاته کړه چې د دغې کښتۍ ځينې مسافر توانېدلي چې له لامبو وهلو سره ځان ساحل ته ورسوي او وژغورل شي.

دا پېښه په داسې حال کې رامنځته کېږي چې د دغې کښتۍ یو ډېر شمېر مسافرو غوښتل چې د حکومت له لوري، له یوې اوونۍ قرنطین وروسته خپل ټاټوبي ته ولاړ شي.

بنګله دېش د شنبې په ورځ په دغه هېواد کې د کورونا ویروس د ۷ زره مثبتو پېښو له ثبت خبر ورکړ.

په دغه هېواد کې د کووېډ نولس ناروغانو ټولیز شمېر څه باندې ۶۳۰ زرو ته رسېږي. او ۹۲۰۰ تنه د دغې ناروغۍ له امله مړه شوي دي.

د رویټرز خبري اژانس د رپوټ پر بنسټ، په بنګله دېش کې هر کال په سلګونه تنه د کښتیو د ټکر له امله وژل کېږي.

د بنګله دېش د پولیسو یو چارواکی کبیر حسین وايي چې د ژغورنې عملیات دوام لري.

شریک یي کړئ