Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

میانمار کې د اعتراضونو دوام؛ څه باندې ۸۰ معترضان وژل شوي

په میانمار کې د حکومت پر ضد د اعتراضونو په لړ کې څه باندې ۸۰ معترضان د امنیتي ځواکونو له خوا په ډزو کې وژل شوي دي.

د «نوي میانمار» او په میانمار کې سیاسي بندیانو ته د مرستې ټولنې یوې ځايي ورځپاڼې رپوټ ورکړی چې د جمعې په ورځ د کودتا پر ضد ۸۲ تنه معترضان د میانمار د پوځیانو له خوا په څو بریدونو کې وژل شوي دي.

د دغه رپوټ پربنسټ د یانګون د شمال ختیځ په ۹۰ کیلومټرۍ کې، په باګو ښار کې هم معترضانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده؛ خو د هغه کره شمېر د سیمې د بندېدو او د امنیتي ځواکونو له خوا یوه پوځي مرکز ته د مړو د لېږد په پار تراوسه څرګند نه دی.

داسې رپوټونه دي چې پوځيانو د کودتا پر ضد معترضانو د جمعې له سهاره تر ماښامه بریدونه کړي دي. چې په پایله کې یې یو ډېر شمېر معترضان وژل او ټپيان شوي دي.

یو له معترضانو وايي:«دا بریدونه د ډله ییزې وژنې په څېر دي. حکومتي ځواکونه حتا پر هر سوري ډزې کوي.»

رپوټونه رسوی چې د یانګون ښار یو ډېر شمېر اوسېدونکي د تاوتریخوالي د زیاتوالي له امله، خپل کورونه پرېښي دي.

سیاسي بندیانو ته د مرستې ټولنه چې په میانمار کې تاوتریخوالی له نږدې څاري، ویلي دي چې په دغه هېواد کې د کودتا پر ضد د اعتراضونو له پیله تراوسه ۶۱۸ تنه وژل شوي دي.   

شریک یي کړئ