د اټومي انرژۍ نړۍوال اژانس پرون (د وري ۲۸) ویلي، ایران د نطنز په تاسیساتو کې د یورانیمو ۶۰سلنه بډایه کولو لړۍ پیل کړه.
د دغه اژانس په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي دي:«دغه اژانس نن مني، ایران د یو اف ۶ چې ۶۰ سلنه بډایه شوي، د نطنز په تاسیساتو کې یې ازمېښت پیل شوی دی.»
د ایران دغې کړنې د نړۍ د لویو هېوادونو منځګړيتوب او غیرې مستقیمې خبرې اترې او د ۲۰۱۵ د اټومي هوکړې بیارغول له ننګونو سره مخ کړي دي.
د رویټرز د راپور پر بنسټ، د یورانیمو ۶۰ سلنه بډاینه، کولای شي چې د اټومي وسلو د تولید لپاره یو اقدام وي.
د ایران لهخوا د یورانیمو ۶۰ سلنه غني کول په داسې حال کې پیلېږي، چې مخکې له دې د یورانیمو ۲۰ سلنه بډاینې ته یې اقدام کړی و، هغه څه چې د اټومي هوکړې نقض بلل شوی و.
د دغې هوکړې پر بنسټ چې په ۲۰۱۵ کال کې شوې وه، ایران کولای شول چې یوازې ۳.۶۷ سلنه یورانیم غني کړي.
خو ایران په نطنز تاسیساتو کې د چاودنې وروسته خپل ۶۰سلنه بډاینه پیل کړه.
تهران، اسراییل تورن کړ، چې ګواکې په دغې چاودنه کې لاس لري او د دغې چاودنې په تړاو یې یو کس نیولی.