د مصر د روغتیا وزارت یکشنبه ( د وري په ۲۹مه) په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې د دغه هېواد قالیوبیا ولایت کې ۱۱ تنه د یوه اورګاډي د اوښتو له امله مړه شوي دي او ۹۸ تنه نور بیا ټپیان دي.
د مصر د ریل ملي ادارې هم په یوې خبرپاڼه کې ویلي، کله چې دغه اورګاډی له قاهرې ښاره منصورې ښار ته روان و؛ نو د دلتای په سیمه کې له پټلۍ واوښت.
مصري چارواکو ویلي، چې د دغه ریل د اوښتو په اړه څېړنې روانې دي.
د مصر د روغتیا وزارت زیاته کړې ده، چې په قالیوبیا ولایت کې ۵۰ امبولانسونو د پېښې ټپیان د دغه ولایت درېیو روغتونو ته لېږدولي دي.
په دې وروستیو کې په مصر کې ډېرۍ د اورګاډو د اوښتو لامل له پټلۍ نه وتل ویل شوي دي.
تر دې وړاندې د روان کال په مارچ میاشت کې د دغه هېواد طهطا ښار ته نږدې د یوه اورګاډي د اوښتو پېښه کې نږدې ۲۰ تنه مړه او شاوخوا ۲۰۰ تنه ټپیان شوي وو.
وروسته له دغې پېښې د مصر خلکو د دغه هېواد له ټرانسپورټ وزیره وغوښتل چې له خپلې دندې ګوښه شي خو؛ هغه ویلي، چې خپلې دندې ته به دوام ورکړي او د دغه هېواد د پخوانیو پټلیو د جوړېدو هڅه به وکړي.