Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

په اسلام‌اباد کې د فرانسې د سفیر شړلو پرضد د لاریونونو دوام

د پاکستان تحریک لبیک د سه‌شنبې په ورځ ( د وري ۳۱مه) له فرانسې ضد لاریونوالو غوښتي، چې د رای ورکولو له امله په اسلام‌اباد کې د فرانسې سفیر د شړلو لپاره خپل لاریون ودوري.

د پاکستان حکومت د رای ګیرۍ لپاره د فرانسې سفیر شړل د دغه هېواد پارلمان ته لېږدولې او له دې سره سم، د تحریک لبیک ډلې د جرمي قضیو ثبتول یې ودورل.

دغه لاریونونه وروسته له هغه پیل شول، چې د فرانسې هېواد د اسلام د ستر پیغمبر کاریکاتورونه چاپ کړل، او څه د پاسه یوه اوونۍ کېږي چې دغه لاریونونه دوام لري.

له اسلام‌اباده د فرانسې سفیر شړلو په برخه کې د پاکستان په حکومت فشار راوړل د لاریونوالو له غوښتنو څخه دی.

د پاکستان حکومت شاوخوا لس ورځې وړاندې د دغې ډلې مشر د عامه نظم په خرابولو، د تاوتریخوالي ډک لاریونونو په جوړولو، په پاکستان کې د مهمو لویو لارو په بندولو، په پولیسو برید او د عامه شیانو د سوځولو په تور نیولی و.

پر پولیسو د تحریک لبیک ډلې برید له دې لامل شو، چې پاکستان حکومت دغه ډله غیري قانوي اعلان کړي.

دغه لاریونونه هغه مهال په تاوتریخوالي بدل شول، چې د دغې ډلې مشر د پولیسو له‌خوا ونیول شو.

پولیس منلې ده، چې په لاریونونو کې څلور پولیس وژل شوي او ۸۰۰ تنه نور بیا ټپیان دي.

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان ویلي، له پاکستانه د فرانسې سفیر شړل یوازې د پاکستان په تاوان دی، یوازې د یوه مسلمان ولس ډیپلوماسي کولی شي، چې د لوېديځ د ستونزو په حل کې مرسته وکړي.

هغه زیاته کړې ده: " کله چې موږ د فرانسې سفیر بېرته خپل هېواد ته واستوو او له دغه هېواد سره خپلې اړېکې پرې کړو، دا په اصل کې د اروپایي ټولنې سره د اړېکو پرې کولو مانا ورکوي. که له دغې ټولنې سره اړېکې پرې کړو، نو د خپلو صادراتو نیمه برخه به له لاسه ورکړو."

د اسلام اباد او پاریس ترمنځ اړيکې د تېر کال په وروستیو کې هغه مهال ترينګلې شوې، چې د فرانسې ولسمشر ایمانول مکرون هغه فرانسوي استاد چې اسلامي مقدساتو ته یې په سپکه کتلي و، احترام وکړ.

د تېرکال په اکټوبر میاشتې کې یوه استاد د فرانسې په یوه ښوونځي کې د اسلام ستر پیغمبر کاریکاتور زده‌کوونکو ته نندارې ته وړاندې کړ، چې د یوه چیچیني ځوان د سخت غبرګون سره مخ شو او د دغه استاد سر یې پرې کړ.

دغه استاد ته د مکرون احترام، په اسلامي نړۍ کې د لاریونونو سره مخ شو، چې پاکستان هم د اعتراض په توګه داسې یوه طرحه لاس‌لیک کړه، چې له‌مخې یې د فرانسې سفیر باید له پاکستانه وشړل شي او په پاکستان کې فرانسوي تولیدات تحریم شي.

شریک یي کړئ