Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

هند سره د امریکا، برېټانیا او المان مرستې

په داسې حال کې چې هند د کرونا وبا د پراختیا د سختو شرایطو پنځمه ورځ تېروي د بریټانیا، امریکا او المان هېوادونو اعلان کړې، چې ډېر ژر به د دغه ناروین د مهار کولو لپاره دغه هېواد ته بېړنۍ مرستې ولېږي.

په تېرو څلروېشت ساعتونو کې په هند کې ۳۵۲ زره او ۹۹۱ تنه په کوويډ ۱۹ ناروغۍ اخته شوي او ۲زره او ۱۸۲ کسانو بیا خپل ژوند له لاسه ورکړی.

د هند لومړي وزیر نرندرا مودي د شنبې په ورځ د هند خلکو ته وویل، چې ځانونه واکسین کړي او روغتیایي لارښوونو ته پاملرنه وکړي.

هغه زیاته کړې ده، چې په هېواد کې د ناروغانو شمېر کې زیاتوالي د هند خلکو ته ټکان ورکړ.

روغتونونو او ډاکټرانو خلکو ته ویلي، چې د ډېرو ناروغانو د درملنې لپاره ظرفیت نه‌لري.

د یک‌شنبې په ورځ د امریکا ولسمشر جو بایډن ویلي، چې دغه هېواد به د واکسین تولید لپاره خام خوراکي توکي، د خوندېنې وسایل او طبي تجهیزات به ډېر ژر هند ته ولېږدوي.

په همدې حال کې، الماني چارواکو خبر ورکړی، چې دغه هېواد به د اکسیجن په ګډون ډېر ژر روغتیایي مرستې دغه هېواد ته ولېږدوي.

اروپایي کمېسیون هم ژمنه کړې،  چې دغه هېواد ته درمل او اکسیجن لېږدوي.

هند ۱.۳ میلیارده وګړي لري، چې له ډلې یې لا تراوسه څه باندې ۱۷ میلیونه کسان یې پر کوویډ ۱۹ ناروغۍ اخته شوي دي.

په همدې حال کې، په هند کې د کوویډ۱۹ ناروغۍ د مړه شوېو کسان شمېر ۱۹۵ تنو ته رسېدلی.

شریک یي کړئ