راپورونه ښیي، چې د تاجکستان او قرغېزستان ترمنځ د اوربند داعلان سره لاهم د دواړو هېوادونو په پوله کې د ډزو غږونه اورېدل کېږي.
د تاجکستنان او قرغیزستان ترمنځ د ډزو دوام سره، دواړه هېوادونه د اوربند د ژمنتیا ډاډ ورکوي.
قرغیزستان وایي، چې په دغه نښته کې ډېر زیان لېدلی او لږ تر لږه ۷۰۰۰ کسان خپلو مېنو پرېښودو ته اړ شوي.
خو د قرغیزستان لومړی وزیر چې روسیې ته خپل سفر له بشپړېدو مخکې دغې ستونزې ته د رسېدنې په موخه راغی، د دوشنې سره له یوې هوکړې خبرې کوي.
د قرغیزستان لومړی وزیر اولوبیک ماریپوف وایي: " پرون د قرغیزستان او تاجکستان په پوله نښته وشوه. موږ دغه موضوع د تاجکستان لومړي وزیر قاهر رسولزاده سره شرېکه کړه او هوکړه مو وکړه، چې دغه ستونزه به د سولهییزې او ډیپلماټیکې لارې حل کړو. قرغیزستان د دواړو هېوادونو ترمنځ له اوربند نه ستاینه کوي."
تاجکستاني او قرغیزستاني چارواکو په وروستیو کلونو کې څو ځلې د پولې په سر د راپورته شوېو اختلافونو د منځه وړلو لپاره خبرې اترې کړي دي؛ خو په دغه کار کې نهدي بریالي شوي.
وروستی کړکېچ تېره چهارشنبه هغه مهال پیل شو، چې تاجکستاني چارواکو غوښتل د خپلو اوبیزه سرچینو د څارنې لپاره څارنېزې کمرې نصب کړي؛ خو د پولې هاخوا د قرغیزستان اوسېدونکو له دې کار سره مخالفت ښودلی؛ ځکه چې دواړه خواوې د اوبو د وېش پر سر اختلاف لري.
د ولسي وګړو له جګړې وروسته د دواړو هېوادونو پوځیان د جګړې لپاره راغلل.
د راپورونو لهمخې، په دغو نښتو کې نږدې ۴۰ تنه وژل شوي او څه د پاسه ۱۷۰ تنه نور بیا ټییان شوي.
چین چې د قرغیزستان او تاجکستان ګاونډی هېواد دی وایي، هیلهمن یو ، چې دغه دواړه هوادونه وکړای شي باورجوړونه وکړي.
د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند وانگ ونبین وایي: " پوهېږو، چې قرغیزستان او تاجکستان اوربند لپاره هوکړې ته رسیدلي او دواړو خواوو مشرانو ویلي، چې دغه جنجالونه به د مذاکرې له لارې حل کړي. قرغیزستان او تاجکستان دواړه د چین ګاونډي، دوست او همکار هېوادونه دي. هیلهمن یو، چې د باور جوړونې له لارې وکولی شي دغه ستونزې هوارې کړي او یوځای د سیمې سوله او ټیکاو خوندي کړي."
قرغیزستان او تاجکستان دواړه له مسکو سره نږدې اړېکې لري او د دغه هېواد د پوځي اډو کوربه دي.
روسیې هم ویلي، چې له نښتو اندېښمن دی او ولادیمیر پوتین چمتو دی، چې د اختلافونو لهمنځه وړلو لپاره منځګړیتوب وکړي.