Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

په تهران کې د یوې سویسۍ ډیپلوماټې مړېنه

د ایران رسنیو راپور ورکړی، چې تېره ورځ د دغه هېواد په پلازمینې تهران ښار کې یوه سویسۍ ستره ډیپلوماټه؛ هغه ودانۍ کې یې چې ژوند کاوه له ۱۷م پوړ نه یې د ځان غورخولو وروسته خپل ژوند له لاسه ورکړ.

دغه ۵۱ کلنه سویسۍ ‌ډیپلوماټه په تهران کې د سویس سفارت لومړۍ منشي وه او د دغه ښار په شمال کې ژوند کاوه.

د سویس د بهرنیو چارو وزارت بې له دې چې د دغې مېرمنې نوم واخلي مني، چې په دې پېښه کې یې یوې کارکوونکې خپل ژوند له لاسه ورکړی.

د سیمې اوسېدونکي وایي، د دغې سویسۍ ډیپلوماټې مړی د سه‌شنبې په ورځ سهار ۰۸:۳۰ بجې د هغې ودانۍ لاندې چې پکې ژوند کاوه وموندل شو.

د ایران او واشنګټن د اړېکو له پرې کېدو او د ۱۹۷۹ له انقلاب وروسته، سویس په ایران کې د امریکا د ګټو ساتونکی و.

شریک یي کړئ