Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

له اسرایلي ځواکونو سره نښته کې د ۲۰۰ فلسطینیانو ټپي کېدل

په بیت المقدس کې څه باندې ۲۰۰ فلسطینیان له اسرایلي ځواکونو سره په نښته کې ټپیان شوي دي.

د اسرایل پولیس او نور ځواکونه د جمعې پر ماښام له زرګونو فلسطیني لمونځ کوونکو سره په شدیده نښته کې د بیت المقدس په ختیځ کې حرم شریف ته ننوتلي دي.

د اسرایل رسنیو د نښتې له ځایه په ژوندۍ بڼه نشراتو کې وايي چې د هېواد پوځيان یې د فلسطینیانو د یوه ستر شمېر د خورولو لپاره چې د اسرایل پر ضد او د فلسطیني وسله والو سازمانو په ملاتړ یې شاعرونه ورکوي، د عمر او الاقصی جوماتونو ته ننوتلي دي.

د جمعې پر ماښام په سلګونه فلسطینیانو په بیت المقدس کې د دغې پرېکړې په غبرګون کې په اعتراض لاس پورې کړ او له اسرایلي ځواکونو سره ښکېل شول.

فلسطیني لمونځ کوونکي طارق دعوه وویل:«هغوی په مسلمانو لمونځ کوونکو پر لور بم اچوي. هغوی دغه ټول کارونه د مسجد الاقصی د تشولو لپاره کوي. هغوی دغه ټول کارونه د یکشنبې او دوشنبې په ورځو د یهودي مېشتو ښارکوټي ته د ننوتلو لپاره کوي.»   

د بیت المقدس په ختیځ کې د وضعیت له خرابېدو سره هم مهاله، اروپايي هېوادونو په یوې بیانیه کې د فلسطینیانو په ښکېلاک شویو برخو کې د یهودي مېشتو د ښارکوټو پراختیا غندلې ده.  

شریک یي کړئ