Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

هند کې د کورونا وروستی حال

هند نن (سه‌شنبه د غبرګولي په ۱۱ مه)  داسې رپوټ خپور کړی، چې دغه هېواد کې تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کورونا له کبله ۲ زره ۷۹۵ کسان مړه شوي او په تېره یوه شپه او ورځ کې چې په کورونا کوم شمېر (۱۲۷،۵۱۰)  کسان اخته شوي، دا د روان کال د اپریل میاشتې له ۸ مې راوروسته کمې شمېرې دي.

رسمي معلومات دي، چې په هند کې د کورونا مثبتې پېښې ۲۸ اعشاریه ۲ میلیونه او د مړو شمېر ۳۳۱ زره او ۸۹۵ تنو ته رسېدلی دی.

هندي چارواکو د دوشنبې پر ورځ ویلي، چې په روانه جون میاشت کې به، د کورونا ضد اسټرازنیکا واکسینو تولید ۴۰ سلنه زیات شي، چې دا به په هند کې کورونا سره د مبارزې لپاره یو بل ګام وي.

هند چې د نړۍ په کچه دویم د ډېر نفوس لرونکی هېواد دی، د تېرې میاشتې راهیسې کورونا سره په سخته مبارزه کې دی، داسې چې لسګونه زره خلک یې کورونا مړه کړي دي.

هندي کې متخصصین وایي، که هند غواړي په اوسني پړاو کې د کورونا د لا ډېرې خپرېدو مخنیوی وکړي، نو یو اعشاریه درې میلیاره خلک دې واکسین کړي.

هند کې د "سیروم" په نامه انسټیټیوټ وایي، د جون په میاشت کې به تر ۹۰ میلیونه ډوزه اسټرازنیکا واکسین تولید کړي، چې اوس دا کچه د میاشتې په حساب ۶۵ میلیونه ډوزه ده.

تراوسه د هند د وګړو د ټول شمېر یوازې درې سلنه ته د کورونا ضد دواړه ډوزه واکسین شوي او ۱۲ سلنه ته لومړی ډوز واکسین تطبیق شوی.

بل‌خوا د هند پر لومړي وزیر نریندرا مودي نیوکې دي، چې ولې یې ګاونډیانو سره د واکسینو مرسته وکړه؟

هند کې تراوسه څه باندې ۲۸ میلیونه کسان پر کووېډ-۱۹ ناروغۍ اخته شوي او  له ۳۳۱ زره زیات کسان مړه شوي دي.

هند کې د کورونا وروستی حال

په هند کې تازه ۱۲۷،۵۱۰ کسان پر کووېډ-۱۹ ناروغۍ اخته شوي او ۲،۷۹۵ تنه مړي شوي دي.

شریک یي کړئ