چین پرون (شنبه د غبرګولي په ۱۵ مه) ویلي، چې تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې د کورونا ۳۰ نورې مثبتې پېښې ثبت کړې دي، چې د تېرو ورځو پرتله لوړې شمېرې دي.
د چین د روغتیایي ادارې د معلوماتو پر بنسټ، کوم ۳۰ کسان چې اوس اوس پر کووېډ-۱۹ ناروغۍ اخته شوي دي، له منځه یې ۲۳ تنه له نورو هېوادونو چین ته ورغلي وو او اوه کسان په چین کې دننه وو چې د کورونا معاینې یې مثبت شوې دي.
د چین روغتیايي اداره وایي، تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کورونا له کبله د مړینې کوم خبر نهدی وررسېدلی.
چین کې د کورونا د پیل راهیسې تر پرونه، پر کووېډ-۱۹ ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۹۱ زره او ۲۴۸ تنه وو.
همداشان په چین کې تراوسه د کورونا له کبله ۴ زره او ۶۳۶ تنه شوي دي او دا هغه شمېرې دي، چې د ډېرې مودې راهیسې زیاتې شوې نهدي.