Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

هند کې تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۶،۱۴۸ کسان کورونا مړه کړي

هند نن (پنج‌شنبه د غبرګولي په ۲۰ مه) تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کورونا له کبله د ۶،۱۴۶ کسانو مړینه او دغه راز پر کووېډ-۱۹ ناروغۍ د ۹۴،۰۵۲ نورو کسانو اخته کېدنه ثبت کړه.

په هند کې په کووېډ-۱۹ ناروغۍ د ټولو اخته کسانو شمېر ۲۹ اعشاریه ۲ میلیونه ته رسېدلی.

د هند روغتیا وزارت په وینا، په هند کې په کورونا د ټولو اخته کسانو شمېر داسې مهال له ۲۹.۲ میلیونو نه اوښتی، چې دغه هېواد کې د کورونا له کبله، د ټولو مړه شویو کسانو شمېر، ۳۵۹ زره او ۶۷۶ تنو ته رسېدلی.

هندي روغتیایي چارواکي او متخصصین د حکومت د هغه پلان هرکلی کوي، چې ویلي یې دي، ټولو لویانو ته دې د کووېډ-۱۹ ضد واکسین وړیا وشي، خو متخصصین خبرداری ورکوي، چې  د کورونا د لا خپرېدو مخنیوي لپاره دې د واکسینو لړۍ چټکه شي.

د هند لومړي وزیر نریندرا مودي د تېرې دوشنبې پر ورځ ویلي، چې د هند حکومت به، د ۱۸ کلنۍ پورته ټولو خلکو ته د کورونا ضد واکسین، وړیا تطبیق کړي.

د هند پر ملي ټلوېزیون د مودي دغه اعلان، د کمو وګړو واکسینېدو له کبله، د اوونیو نیوکه وروسته راغی. داسې چې د ۹۵۰ لویانو میلیونه وګړو له منځه اېله ۵ سلنه واکسین شوي دي. 

هند کې د کورونا دا نوې څپه د اپریل میاشت کې خپره شوې، چې د حکومتي شمېرو پر بنسټ، د اپریل او مۍ میاشتو کې ۱۷۰ زره کسان کورونا مړه کړي دي.

د لوېدیځ بنګال ایالت لوی وزیر مماتا بانیرجي پر ټویټر لیکلي:  «څلور میاشتې وخت یې وغوښت، خو تر ډېر فشار وروسته یې زموږ غږ واورېد او هغه څه پلي کوي چې موږ غوښتل.»

هند کې اوس د هرې ورځې په حساب کې ۲.۴ میلیونه کسان واکسینېږي، چې روغتیايي چارواکي وایي د هند په څېر لوی هېواد کې دا ډېرې کمې شمېرې دي.

رویټرز ته د هند د مرکزي روغتیايي څېړنیز مرکز یو غړي ګریدره بابو ویلي:

«اړتیا لرو چې په ورځ کې له ۷ تر ۸  میلیونه پورې کسان واکسین شي، ځکه چې په دې شمېر سره به هغه هدف ته ځان ورسو، چې تر ډسمبر میاشت پورې په شرایطو برابر ټول کسان واکسین شي.

بابو د هغه ملي ځواک غړی دی، چې د ناروغۍ پر څار کار کوي.

په ورځنۍ حساب په کورونا د اخته کسانو شمېر کم شوی او اوس چارواکي ډېر پام په واکسیناسیون کوي. هند کې په یوه شپه او ورځ کې ۸۶ زره او ۴۹۸ کسان په کووېډ-۱۹ ناروغۍ اخته شوي، چې تېرو دوو میاشتو کې ټیټه شمېره ده، ځکه چې د مۍ میاشت کې، ۲۴ ساعتونو کې تر ۴ سوه زره کسان هم په کورونا اخته شوي وو.

هند خپلو وګړو ته د "اسټرازنیکا" کورونا ضد واکسین تطبیقوي، چې د هند سیروم انسټيټیوټ تولید کړي. دغه راز د روسیې جوړ" سپونټيک وي" واکسین هم، د روانې جون میاشتې نیمایي کې په تجارتي بڼه هند ته رسېږي.

کمو کسانو ته د واکسینو رسېدو یو دلیل دادی، چې اکمالات ګران دي. د بېلګې په توګه ډیلي کې د یوه روغتون مدیر ویلي، د "سرګانګا رام" روعتون کې اسټرازنیکا واکسین نه‌شته.

له دې ټولو سره ډیلي کې د حاکم ګوند یوه ویاند ویلي، د ډیلي چارواکو له روغتونونو غوښتي چې د کورني تولید واکسین دې له ۱۸ کلنۍ تر ۴۴ کلنۍ پورې خلکو ته بند کړي او پر ځای دې د ډېر عمر خلکو ته واکسین تطبیق کړي.

شریک یي کړئ