Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

حرم شریف کې د اسراییلو او فلسطینیانو نښته

رپوټونه دي چې د بیت المقدس حرم شریف کې، پرون (جمعه د غبرګولي په ۲۸ مه) اسراییلیانو له فلسطینیانو سره نښته کړې.

دا نښته داسې مهال شوې، چې زرګونه فلسطینیان حرم شریف ته د جمعې لمانځه لپاره ورغلي وو.

ځینې اسراییلۍ رسنۍ وايي، اسراییلي ځواکونو هغه ۱۴ فلسطینیان نیولي، چې د خپلو “سرونو په بدل کې” د حرم شریف د ساتلو شعارونه یې ورکول.

د اسراییلو پولیس وايي، فلسطینیانو د جمعې تر لمونځ وروسته، پر اسراییلي ځواکونو ډبرې ګوزار کړې دي.

فلسطین کې سره صلیب ویلي، د پېښې ځای کې یې د ځینو ژوبلو فلسطینیانو درملنه کړې ده.

فلسطیني رسنۍ بیا وايي، ځینې فلسطینیان د اسراییلي ځواکونو په پلاسټیکي مرمیو ژوبل شوي دي.

شریک یي کړئ