د بنګلهدېش پولیس وایي، پرون (یکشنبه د چنګاښ په ۶ مه) په پلازمېنه ډاکه کې چاودنې لږ تر لږه ۷ کسان وژلي او شاوخوا ۵۰ یې ټپیان کړي دي.
چاودنه د مغبازار سیمې د یوې درې پوړیزې ودانۍ په لومړي پوړ او د ګڼې ګوڼې په یوه سیمه کې شوې ده.
لا نه ده معلومه چې چاودنه د څه وه؟
سیمې ته رسېدو سره د ډاکې د پولیسو مشر شفیقالاسلام خبریالانو ته وویل:«اوسني معلومات دادي، چې ۷ کسان وژل شوي او ۵۰ نور ټپيان دي چې روغتونونو ته رسول شوي دي.»
د چارواکو په وینا، د چاودنې ځای ته نږدې اوه نورې ودانۍ او درې بسونه ویجاړ شوي دي.
له پېښې وروسته پر ټلوېزیونونو خپرو شویو وېډیوګانو کې د چاودنې ویجاړۍ ښکارېږي.