Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

اندونیزیا د کورونا له کبله بېړني ګامونه اخلي

د اندونیزیا ولسمشر جوکو ویدودو نن (پنجشنبه د چنګاښ په ۱۰ مه) ویلي، چې د جولای تر ۲۰ مې نېټې به بېړني ګامونه واخلي، چې د کورونا خپرېدل کنټرول کړي، که څه هم وار له مخه یې د دغه هېواد طبي سیسټم ټکنی کړی دی.

تېرو څلورو اوونیو کې اندونیزیا کې د کورونا د زیاتې خپرېدو نښې ولیدل شوې، چې ورسره جوخت طبي کارپوهانو خبرداری ورکړ چې دقیق ګامونه دې واخېستل شي، چې وضعیت کنټرول شي.

د اندونیزیا ولسمشر ویلي:«زموږ ټولو په همکارۍ او د خدای په مهربانۍ، زه ډاډه یم چې د کورونا د خپرېدو مخنیوی به وکړو او خلک به ژر عادي ژوند ته راوګرځي.»

دا نوي ګامونه چې راتلونکې شنبه پلي کېږي، په ګرځېدو به محدودیتونه لګول کېږي، رسټورانټونو کې به په خوراک بندیز وي او غیرضروري دفترونه به وتړل شي. دغه راز الوتنې به هم محدودې شي.

په ټوله کې تراوسه اندونیزیا کې پر کووېډ-۱۹ ناروغۍ د اخته کسانو شمېر دوه میلیونه ۱۷۸ زره او ۲۷۲ تنو ته رسېدلی، چې له منځه یې ۵۸ زره او ۴۹۱ کسان مړه شوي دي.

د وګړو د شمېر له اړخه د نړۍ څلورم هېواد یعنې اندونیزیا کې، تېرو څو اوونیو کې د کورونا یو عمودي لوړوالی لیدل کېږي.

شریک یي کړئ