Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د هایټي ولسمشر په خپل استوګنځي کې ترور کړل شو

د اسوشیټډپرس خبري اژانس نن (چهارشنبې د چنګاښ په ۱۶مه) رپوټ ورکړی دی چې د هایټي ولسمشر جووینل مونز، تېر ماښام په خپل شخصي استوګنځي کې د یوه ډله کسانو له خوا ووژل شو.

د هایټي لومړی موقت وزیر کلوډ جوزف وايي چې د ولسمشر مېرمن مارتین مویز هم په روغتون کې تر درملنې لاندې ده.

ښاغلی جوزف د دغې پېښې له غندلو سره، دغه برید «غیر انساني او وحشیانه اقدام» ګڼلی دی.

هغه د دغه هېواد له خلکو غوښتي دي چې خپل ارامښت وساتي او هغه همدارنګه جوته کړې ده چې د هایټي د ادارې مسوول دی، پولیس او وسله وال ځواکونه هم د هېواد وضعیت تر کنټرول لاندې لري.

دغه پېښه په داسې حال کې رامنځته کېږي چې دغه هېواد د اقتصادي او سیاسي ستونزو په وروستي حد کې دی.

شریک یي کړئ