Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د هند تر ټولو ګڼ‌نفوسه ایالت کې د ماشومانو لرلو مصوبه

د هند تر ټولو ګڼ‌نفوس ایالت اوترا پرادېش کې، داسې مصوبه وړاندیز شوې، چې پر بنسټ یې کورنۍ، د دوو نه زیاتو ماشومانو له زېږولو راګرځول کېږي.

اوترا پرادېش دویم ایالت دی، چې د لومړي وزیر نرندار مودي د ګوند په کنټرول کې دی او دغسې وړاندیز په‌کې شوی دی.

که اوترا پرادېش یو هېواد وای، نو د ۲۴۰ میلیونه تنه وګړو سره به، نړۍ کې د زیات نفوس لرونکی پینځم هېواد وو.

د ایالتي حکومت په وړاندیز د شنبې په ورځ یوه مصوبه خپره شوې، چې پر بنسټ یې، هغه جوړې چې له دوو نه زیات ماشومان ولري، د دولت له غوره مرستو به بې‌خې وي او دولتي دندې به نه ورکول کېږي.

په مصوبه کې راغلي، چې "د اقتصادي سرچینو د کمښت له کبله، اړتیا یې ده چې ټولو خلکو ته د ژوندانه د اساسي حقونو اسانتیا برابره شي."

اوترا پرادېش ایالت کې د سړي سر عاید، د ټول هېواد په کچه د منځنۍ کچې نیمایي نه هم کم دی.

د دې قانون پر مصوبه د جولای میاشتې تر وروستیو عام خلک نظرونه ورکولی شي، خو باید ولایتي وکیلان یې تصویب کړي.

وړاندوینه شوې، چې تر ۲۰۲۷ کال پورې به د هند نفوس تر چین زیات شي. چین چې اوس په نړۍ کې تر ټولو ډېر نفوس لرونکی هېواد دی.

شریک یي کړئ