یوې ډېپلوماټيکې سرچینې پرون چهارشنبه ویلي، تر هغو چې د ایران نوي منتخب ولسمشر ابراهیم رییسي خپل کار نه وي پیل کړی، ایران د ۲۰۱۵ کال د اټومي تړون په هکله له لوېدیځ سره خبرو ته چمتو نهدی.
سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط ویلي، چې ایران دا خبره اروپايي چارواکو ته رسولې ده، چې د امریکا او ایران غیرمستقیم مذاکرات به د اګېسټ تر نیمایي پورې بېرته پیل نهشي.
سرچینې ویلي:«د نوي حکومت نه مخکې هغوی خبرو ته چمتو نهدي. دا هم نه ده څرګنده، رییسي چې د اګېسټ په ۵ مه کار پیلوي ایا تر هغه مهاله به خبرې پیل نهشي، که تر هغې چې د رییسي حکومت جوړ شي. خو اوس موږ دا وایو چې د اګېسټ د ۱۵ مې نه مخکې، کېدای شي خبرې پیل نهشي.»
تېر اپریل کې ایران او لوېدیځ، د ۲۰۱۵ کال د اټومي تړون پر بیا ژمنتیا خبرې پیل کړې، چې شپږم پړاو یې د جون په ۲۰ مه پای ته ورسېد او اوس لا نهده معلومه چې دا خبرې به کله بېرته پیل شي؟