Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

عراق کي چاودنې لږ تر لږه ۳۰ کسان وژلي

عراق کې د پرونۍ زورورې چاودنې تلقات ۳۰ کسانو ته رسېدلي.

د عراق پوځ وایي، دا چاودنه په بغداد کې د ګڼې ګوڼې یوه بازار کې شوې ده چې خلک د اختر لپاره د توکو پېرلو ته راټول وو.

تېرو شپږو میاشتو کې دا په عراق کې تر ټولو خونړۍ چاودنه ده. داعش ډلې یې مسوولیت منلی دی.

د پېښې وژل شويو کې ماشومان هم دي. له لسو زیات کسان ټپیان شوي دي.

یوه عیني شاهد علي ویلي:«دا برید ځانمرګی و. چاودنه ټیک داسې مهال وشوه چې ګڼه ګوڼه وه. په الله قسم چې د وژل شویو کسانو په ټوټو تېر شوي وو.»

د بغداد خلک امنیتي ځواکونو باندې نیوکه کوي، چې د دغسې بریدونو مخنیوي کې پاتې راغلي دي.

د عراق حکومت د دغې سیمې د امنیت مسوول له دندې ګوښه کړی دی او د پېښې په تړاو یې د نورو څېړنو امر کړی دی.

د بغداد په دغه سیمه کې روان کال کې دا درېیمه چاودنه ده.

یوه بل عیني شاهد ویلي:«چاودنه د ګڼې ګوڼې وخت کې وشوه. ګڼ خلک اختر لپاره د توکو پېرلو ته راغلي وو.»

د عراق چارواکي وايي، دا چاودنه د ځای پر ځای شویو چاودېدونکو موادو وه، خو داعش ډلې ادعا کړې چې چاودنه د ځانمرګي بریدګر وه.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه