Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ایران کې لاریونونو ته د ایران د مذهبي مشر غبرګون

د تېرو لسو ورځو راهیسې، د ایران بېلابېلو سیمو او په ځانګړې توګه خوزستان ایالت کې د اوبو د کمي له کبله، خلکو لاریونونه روان کړي او د تېرې شپې راهیسې، انټرنیټ او برېښنا هم پرې شوې.

د ایران مذهبي مشر علي خامنه‌یي وایي، په ایران کې د اوبو د کمي له کبله د زرګونه خلکو لاریون د هغوی حق دی.

خامنه‌يي وایي، که په خوزستان ایالت کې د اوبو د کمي له کبله غوښتنو او سپارښتنو ته پاملرنه شوې وای، اوس به خلک سړکونو ته نه راوتل.

ډېر لاریونونه په اهواز، سوسنګرد، شادګان، حمیدیه، شوش او ماه‌شهر کې دي او امنیتي ځواکونه او په ځانګړې "سپاه‌پاسداران" د امنیت لپاره ورغلي دي.

رپوټونه دي، چې په ځینو هغو ایالتونو کې برېښنا پرې شوې، چې د تودوخې درجه په‌کې ان تر ۴۸ درجو رسېږي.

د ایران مذهبي مشر علي خامنه‌يي ویلي:"یو ځل بیا د ایران ملت او مسوولینو ته یادونه کوم، چې په هره موضوع کې باید په خپلو پښو ودرېږو او پر نورو تکیه کول ستونزې جوړوي."

د ایران مذهبي مشر ته چې د کورونا ضد واکسینو دویم ډوز هم تطبیق شوی، پر ځان بسیاینه کې ټینګار کړی.

ښاغلي خامنه‌يي ویلي:"که مو په خوزستان ایالت کې د اوبو کمي په هکله، د اهواز او خوزستان فاضلاب په هکله، سپارښتنو ته پاملرنه کړې وای، نو اوس به دا ستونزې نه وې."

ایران کې اوسنیو لاریونونو په لړ کې د ۴ لاریونوالو او د یوه امنیتي کس د وژنې رپوټونو هم شته.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه