Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

عراق کې د امریکا د جنګي‌ ماموریت په ختمولو د بایډن او کاظمي توافق

د امریکا ولسمشر جوبایډن او د عراق لومړي مصطفی الکاظمي، داسې یو توافق‌لیک لاسلیک کړی دی، چې له مخې یې د روان ۲۰۲۱ میلادي کال په وروستیو کې، عراق کې د امریکا جنګي ماموریت رسماً ختمېږي، خو امریکایي ځواکونه به د عراق پوځ ته، د مشورې لپاره په عراق کې وي.

 دا سند د بغداد لپاره له سیاسي اړخه د ځواک مانا لري.

د عراق لومړي وزیر ویلي، چې دوی لا هم د ایران پلوه ګوندونو او ملیشو مخ په زیاتېدونکو ګواښونو سره مخامخ دي، چې په عراق کې د امریکا پوځي رول نه غواړي.

بایډن او کاظمي په سپینه ماڼۍ کې په لومړي ځل کتنه د امریکا متحدو ایالتونو او عراق په سټراټیژیکو اړیکو خبرې کړې دي.

د عراق له لومړي وزیر سره د جوبایډن تر کتنې وروسته، بایډن خبریالانو ته ویلي:«په عراق کې زموږ رول... داعش سره مبارزې لپاره د روزنې او مشورې مرسته به وي.»

دمګړۍ په عراق کې ۲۵۰۰ امریکایي سرتېري دي، چې د داعش ډلې سره په نښته دي، خو د ۲۰۲۱ کال تر ختمېدو وروسته به، امریکایي ځواکونه دغه هېواد کې د عراق پوځ ته روزنه او مشوره ورکوي.

امریکا دا نه‌دي ویلي، چې عراق کې به یې څومره سرتېري د مشورې لپاره پاتېږي؟

د عراق لومړي وزیر ویلي:« موږ له ایرانیانو او نورو سره خبرې کوو، چې خپل بریدونه کم کړي، چې د عراق رول کمزوری نه‌شي.»

بل‌خوا امریکا په عراق کې د ملګرو ملتونو تر څار لاندې ټاکنو لپاره ۵.۲ میلیونه ډالر مرسته کوي، چې دغه ټاکنې به راروان اکتوبر کې وي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه