Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر هند ته تللی

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلنکین به د هند لومړي وزیر نریندرا مودي سره تر کتنې مخکې، نن په نوي ډیلي خپل هندي سیال جي‌شنکر او نورو هندي چارواکو سره وگوري.

تمه ده چې د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر په توګه هند ته د انتوني بلنکین دې لومړني سفر کې، هندي چارواکو سره د کورونا ضد واکسینو، د افغانستان پر امنیتي وضعیت او هند کې د بشري حقونو پر وضعیت خبرې وشي.

نوي ډيلي کې د مدني ټولنې مشرانو ته وینا کې ښاغلي بلنکین ویلي، د امریکا متحدو ایالتونو او هند اړیکې "په نړۍ کې یوه له خورا مهمو اړیکو" ده.

ښاغلي بلنکین ویلي:« د هند او امریکا خلک د انسان عزت ته درناوی لري. د فرصتونو برابرۍ، د قانون حاکمیت، د مذهبي او عقیدوي ازادیو په ګډون اساسي ازادیو ته درناوی لري. دا زموږ د ولسواکۍ په شان د ولسواکۍ اصول دي.»

ښاغلي بلنکین دا هم ویلي:« په دواړو هېوادونو کې ولسواکي په پراخېدو ده. هغسې چې زموږ دوستانو یې په هکله خبرې وکړې.»

د مدني ټولنو د مشرانو دې غونډه کې د هند ځینو مذهبي مشرانو هم ګډون کړی وو.

بلنکین د سه‌شنبې په شپه هند ته رسېدلی او د چهارشنبې ناوخته به له هند نه کویټ ته لاړ شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر هند ته تللی

د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر په توګه هند ته دا د انتوني بلنکین لومړنی سفر دی.

شریک یي کړئ