په افغانستان کې دمګړۍ، د بېلابېلو دلایلو لهکبله ۳.۵ میلیونه تنه ماشومان، چې اکثره یې نجونې دي، ښوونځیو ته نهشي تللی.
د تعلیم ملاتړي یوه نړۍوال سازمان، د افغانستان په ګډون بېوزله هېوادونو کې ښوونځیو ته، د میلیونونه نجونو تګ لپاره د پینځو ملیاردو ډالرو غوښتنه کړې
.
دا غوښتنه د "تعلیم نړۍوال ګډون" بنسټ نړۍواله غونډه کې چې د برېټانیا او کینیا په کوربهتوب جوړه انلاین وه، مطرح شوه.
د افغانستان د پوهنې وزارت سرپرستې رنګینې حمیدي وویل: «زه نن دلته چې ژمنه وکړم، د افغانستان حکومت به د تعلیمي برخې لپاره ۲۰ سلنه بودیجې ته دوام ورکړي او زه به د دې کار لپاره تر وروستي بریده مبارزه کوم.»
دې غونډه کې د نوبل جایزې ګټونکې پاکستانۍ فعالې ملالې یوسفزۍ، د نړۍ پر مشرانو غږ وکړ، چې د نجونو تعلیم دې لومړیتوب وګڼي.
ملالې یوسفزۍ ویلي:«موږ ټول پوهېږو، چې نړۍ د نجونو د تعلیم له کړکېج سره مخامخ ده. تر کورونا وړاندې مهال کې، ۱۳۰ میلیونه نجونې ښوونځي ته له تګ نه بې برخې وې. د نجونو تعلیم؛ عمومي هوساینه، د اوبو او هوا بدلون، سوله او اقتصادي غوړېدا راولي.»
دمګړۍ مخ پر وده هېوادونو کې شاوخوا ۱۴۰ میلیونه نجونې له تعلیم بې برخې دي.
په افغانستان کې دمګړۍ، د بېلابېلو دلایلو لهکبله ۳.۵ میلیونه تنه ماشومان، چې اکثره یې نجونې دي، ښوونځیو ته نهشي تللی.