Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د ایران ولسمشر پر ایران د امریکا د لګېدلو بندیزونو لغوه وغوښته

د ایران نوي ټاکل شوي ولسمشر ابراهیم رییسي، نن (سه‌شنبه د زمري په ۱۲ مه) له مذهبي مشر ایت‌الله علي خامنه‌يي د ولسمشرۍ د تاییدۍ سند واخېست او د ولسمشر په توګه یې کار پیل کړ -  دا یې وویل، چې ایران به د امریکا د ظالمانه بندیزونو د لېرې کولو لپاره ګامونه واخلي.

د امریکا مخکیني ولسمشر ډانلډ ټرمپ، شاوخوا درې کاله مخکې، امریکا د ۲۰۱۵ کال اټومي تړون نه وویستله. هغه تړون چې د لوېدیځ شپږو ځواکمنو هېوادونو او ایران ترمنځ په ۲۰۱۵ کال کې لاسلیک شوی وو.

نه یوازې دا چې ټرمپ امریکا له دغه تړون نه وویستله، بلکې پر ایران یې سخت اقتصادي بندیزونه هم ولګول.

اوس د ایران نوي ولسمشر ابراهیم رییسي ویلي: »موږ به وغواړو چې امریکا دې پر ایران لګولي ظالمانه بندیزونه لغوه کړي. «

ښاغلي رییسي دا هم ویلي، چې حکومت به یې د خلکو د ژوند شرایط ښه کړي، چې د امریکا د بندیزونو له کبله اغېزمن شوي دي.

ایران او د نړۍ شپږو ځواکمنو هېوادونو د روان ۲۰۲۱ کال اپریل کې، پر اټومي تړون بیا خبرې پیل کړې وې، خو ایراني او لوېدیځ چارواکي وایي، چې خبرو کې د پام وړ ګامونو اخېستل لا پاتې دي.

د لوېديځ او ایران ترمنځ پر اټومي تړون د غیرمستقیمو مذاکراتو شپږم پړاو، د روان ۲۰۲۱ کال، د جون میاشتې په ۲۰ مه پای ته ورسېد او دا پړاو د ایران د ولسمشرۍ ټاکنو نه یوازې دوه ورځې وړاندې بشپړ شو.

د ایران د ولسمشر په توګه د ابراهیم رییسي تر انتخاب راوروسته، دواړو مذاکراتي غاړو لا تراوسه د مذاکراتو د بیا پیلولو نېټې په هکله څه نه‌دي ویلي.

ایران کې اکثره وروستۍ حکومتي خبره د ایران مذهبي مشر ایت‌الله علي خامنه‌يي کوي.

ایران او د نړۍ شپږو ځواکمنو هېوادونو د روان ۲۰۲۱ کال اپریل کې، پر اټومي تړون بیا خبرې پیل کړې وې، چې شپږم پړاو یې د جون په میاشت کې بشپړ شو.

شریک یي کړئ