Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ابراهیم رییسي نن د ایران د ولسمشر په توګه لوړه کوي

ابراهیم رییسي نن (پنج‌شنبه د زمري په ۱۴ مه) داسې مهال د ایران د ولسمشر په توګه لوړه کوي، چې ایران په کور دننه او بهر ځینو ننګونو سره مخامخ دی.

د ایران دولتي ټلوېزیون ویلي، چې نن ناوخته به ۶۰ کلن ابراهیم رییسي د ایران د ولسمشر په توګه د لوړې مراسم پر ځای کړي، چې تېر جون کې یې ولسمشرۍ ټاکنې ګټلي.

د رییسي په ولسمشرۍ د ایران حکومت د امریکا بندیزونو سره هم لاس او ګرېوان دی. ده اوس اوس ویلي، چې امریکا دې پرې لګولي بندیزیونه لغوه کړي.

ایران له لوېدیځ سره د ۲۰۱۵ کال د اټومي تړون په هکله په مذاکراتو هم بوخت دی، چې تېر جون کې یې شپږم پړاو بشپړ شوی او د بل پړاو د پیل د نېټې لا څه نه‌دي ویل شوي.

ایران او شپږو ځواکمنو لوېدیځو هېوادونو په ۲۰۱۵ کې اټومي تړون سره لاسلیک کړ، چې درې کاله وړاندې (۲۰۱۸ ) کې د امریکا د وخت ولسمشر ډانلډ ټرمپ، امریکا له دغه تړونه وویستله.

له کله نه چې رییسي د ایران ولسمشر اعلان شوی، ویلي یې دي، چې امریکا پر ده د قاضي په توګه سخت بندیزیونه لګولي. اوس ډېرو سره دا وېره هم ده، چې ګنې د رییسي له کبله به پر ایران لا نور بندیزونه ولګېږي او یا به وځپل شي.

د ایران دولتي ټلوېزیون ویلي، چې نن ناوخته به ۶۰ کلن ابراهیم رییسي د ایران د ولسمشر په توګه د لوړې مراسم پر ځای کړي.

شریک یي کړئ