Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د لوېدیځ مخالفی ډېپلوماټ د ایران بهرنیو چارو وزارت ته وړاندیز شوی

د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي پرون (چهارشنبه د زمري په ۲۰ مه) د لوېدیځ مخالفی ډېپلوماټ امیر عبداللهیان د بهرنیو چارو وزیر په توګه غوره کړی او په داسې حال کې چې د نړۍ شپږو ځواکمنو هېوادونو سره د ۲۰۱۵ کال د اټومي تړون پر سره د ایران خبرې اوس لپاره ولاړې دي.

د روانې اګېسټ میاشتې په ۵ مه، ابراهیم رییسي د ایران د نوي ولسمشر په توګه لوړه وکړه او دا ټیک په داسې مهال کې، چې پر ایران د لوېديځ بندیزونه دي او دا هېواد بشري حقونو د نقض ادعاوو سره هم مخامخ دی.

د ایران ولسمشر د ایران پارلمان ته وړاندیز کړې کابینه کې، حسین امیر عبداللهیان د بهرنیو چارو وزیر، سرتیپ احمد وحیدي د کورنیو چارو وزیر او جواد اوجي د تېلو وزیر په توګه غوره کړي.

تر کومه چې د بهرنیو چارو د وړاندیز شوي وزیر خبره ده، په هکله یې د اټومي تړون لپاره یوه ایراني مرکچي، چې غوښتل یې نوم یې یاد نه شي، ویلي دي:"امیر عبداللهیان یو سخت‌دريځه ډېپلوماټ دی. که د بهرنیو چارو وزارت د ایران د اټومي پروګرام د قضیې مسوولیت ولري، خامخا به تهران له لوېدیځ سره مذاکراتو کې سختې کرښې وکاږي."

امیر عبداللهیان له ۲۰۱۱ نه تر ۲۰۱۶ کال پورې په بحرین کې د ایران سفیر وو او یوه موده عربي او افریقایي هېوادونو چارو لپاره د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال وو.

عبداللهیان له ۱۹۹۷ نه تر ۲۰۰۱ کال پورې په عراق کې د ایران د سفارت مرستیال وو.

له ایرانه داسې رپوټونه هم شته، چې د ملي امنیت عالي شورا به په ویانا کې له لوېديځ سره مذاکرات مخې ته وړي، هغه چاره چې د روحاني د ولسمشرۍ په وخت کې د بهرنیو چارو وزارت سرته رسوله.

د ایران ملي امنیت عالي شورا نېغ په نېغه د ایران مذهبي مشر ایت‌الله علي خامنه‌يي ته د خپلو فعالیتونو رپوټ ورکوي.

د ایران نوي ولسمشر، پرون د خپلې کابینې ځینې وزیران وړاندیز کړي، چې حسین امیر عبداللهیان په‌کې د بهرنیو چارو وزارت ته وړاندیز شوی دی.

شریک یي کړئ