Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

هایتي کې د زورورې زلزلې تلفات

پرون د هایتي روغتونونو ته د زلزلې له کبله سلګونه ژوبل کسان وروړل شوي چې همدې زورورې زلزلې ۱،۲۹۷ کسان مړه کړي.

پرون یکشنبه په کارابین کې د ریکټر په کچه ۷.۲ درجې زلزلې له کبله په زرګونه کورونه او ودانۍ ویجاړې شوې، چې دا له یوې بلې زورورې زلزلې ۱۱ کاله وروسته بله زلزله وه.

دې زلزله کې ډېر ټکان د هایتي سویل لوري ته ورکړل شوی او په ځانګړې توګه د لاس کایز ښار شاوخوا ته.

هایتي کې د ملکیانو د خوندیتوب مرکز ویلي، چې دې زلزلې له کبله له ۱،۲۹۷ نه زیات کسان مړه شوي او شاوخوا ۵۷۰۰ کسان ژوبل شوي دي.

د جرمي ښار په شمال لوېدیځ کې هم د همدې زلزلې له کبله خلکو ته ډېر زیانونه اوښتي او د روغتونونو ډاکټرانو په هوار میدان کې ژوبل کسان تداوي کړي.

 د ملکیانو د ساتنې د مرکز مشر جري چنډلر ویلي:"موږ له جدي ستونزو سره مخامخ یوو."

پر دې زلزلې سربیره، هایتي کورونا هم ځپلی او اقتصادي ستونزې یې ډېرې دي.

هایتي کې د زورورې زلزلې تلفات

پرون یکشنبه په کارابین کې د ریکټر په کچه ۷.۲ درجې زلزلې له کبله په زرګونه کورونه او ودانۍ ویجاړې شوې.

Thumbnail

پرون د هایتي روغتونونو ته د زلزلې له کبله سلګونه ژوبل کسان وروړل شوي چې همدې زورورې زلزلې ۱،۲۹۷ کسان مړه کړي.

پرون یکشنبه په کارابین کې د ریکټر په کچه ۷.۲ درجې زلزلې له کبله په زرګونه کورونه او ودانۍ ویجاړې شوې، چې دا له یوې بلې زورورې زلزلې ۱۱ کاله وروسته بله زلزله وه.

دې زلزله کې ډېر ټکان د هایتي سویل لوري ته ورکړل شوی او په ځانګړې توګه د لاس کایز ښار شاوخوا ته.

هایتي کې د ملکیانو د خوندیتوب مرکز ویلي، چې دې زلزلې له کبله له ۱،۲۹۷ نه زیات کسان مړه شوي او شاوخوا ۵۷۰۰ کسان ژوبل شوي دي.

د جرمي ښار په شمال لوېدیځ کې هم د همدې زلزلې له کبله خلکو ته ډېر زیانونه اوښتي او د روغتونونو ډاکټرانو په هوار میدان کې ژوبل کسان تداوي کړي.

 د ملکیانو د ساتنې د مرکز مشر جري چنډلر ویلي:"موږ له جدي ستونزو سره مخامخ یوو."

پر دې زلزلې سربیره، هایتي کورونا هم ځپلی او اقتصادي ستونزې یې ډېرې دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه