Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

په هایتي کې زلزله کې د مړه شویو کسانو شمېر نږدې ۲۰۰۰ تنه شو

په هایتي کې وروستۍ زلزله کې به ۱،۹۴۱ تنه مړه شوي – چې ژغورل شويو کسانو تر پرون سه‌شنبې خوړو، سرپناه او درملو ته سخته اړتیا درلوده او د ژغورنې هڅې د توپان او باران له کبله ټکنۍ شوې دي.

په زلزله کې ځینې روغتونونه ویجاړ شوي، چې د بشرپالو مرستو رسول یې ستونزمن کړي او ډاکټران د روغتونونو په انګړ کې د ژوبلو کسانو درملنه کوي.

د دې زلزلې له کبله اکثره ژوبل شوي کسان، ماشومان او د ډېر عمر خلک دي، چې ډاکټران هم ټولو ته نه‌شي رسېدلي.

د لانټ نویل په نوم یوه مېرمن، چې د خپلې مړې شوې لور په څنګ کې ولاړه وه، ویلي یې دي:"پوره ډاکټران نه‌شته – اوس مې لور مړه شوې ده."

دا مړه شوې مېرمن ۲۶ کلنه وه، چې خپله یې هم دوه ماشومان درلودل.

د مړې شوې مېرمنې مور ویلي:"موږ پرون ماسپښین روغتون ته راغلو. هغه نن سهار مړه شوه. موږ څه و نه شوای کړای."

د تېرې شنبې پر ورځ په هایتي کې زورورې زلزلې ۹،۹۱۵ کسان ژوبل کړي او لسګونه زره ودانۍ یې هم نړولې دي.

د پرون سه‌شنبې ورځې سېلابونه راوتلي او توپانونه هم دي، چې سیمه کې یې د مرستې رسولو وضعیت لا پیچلی کړی دی.

شریک یي کړئ