Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د امریکا لویزیانا ایالت کې توپان

پرون یکشنبه د وږي په اومه، پر لویزیانا ایالت کې داسې قوي توپان راغلی، چې ورسره برېښنا پرې شوې، ځینې ودانۍ نړېدلې او د میسي سي پي سیند اوبه په چټکۍ راماتې شوي.

د امریکا په لویزیانا کې د ایدا په نامه توپان خورا په چټکۍ په خورېدو دی، داسې چې څپې یې په هر ساعت کې تر ۲۴۰ کیلومټره لېرې سیمو ته رسېږي.

امریکا کې د توپان د کنټرول مسوولې ادارې خبرداری ورکړی چې کېدای شي دا توپان ناوړه پایلې ولري.

د توپان له کبله په نیواورلیان ښار کې برېښنا پرې شوې او خلکو د خپلو کورنیو جنراتورنو پر مټ ځانونو ته برېښنا برابره کړې.

تراوسه لږ تر لږه یو کس مړ شوی او په زرګونه خلک له خپلو کوررونو تښتېدلي.

کوم خلک چې سیمه کې پاتې شوي، ورته سپارښتنه شوې، چې ځانونه د توپان له څپو پټ کړي.

په ۲۰۰۵ کال کې همدې توپان ته ورته توپان، په نیواورلیان ښار کې ۱،۸۰۰ کسان مړه کړي وو.

نیواورلیان ښار په لویزیانا ایالت کې تر ټولو ګڼ مېشتی ښار او د امریکا یو له مهمو بندرونو دی.

د امریکا ولسمشر جوبایډن ویلي، چې د ایدا توپان خطرناک دی او کېدای شي تر سمندري ښارونو هم واوړي.

اوسمهال په لویزیانا ایالت کې له ۳۰۰ زرو زیاتې کورنۍ برېښنا لري.

همدغه سیمه کې د ۱۶ کالو وړاندې توپان ډېرې سیمې ویجاړې کړې وې.

شریک یي کړئ