Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د روسیې پارلماني ټاکنو کې د متحدې روسیې ګوند ځان مخکښ اعلان کړی

په روسیې کې له پارلماني ټاکنو درې ورځې وروسته، د دغو ټاکنو لومړنۍ پایلې ښيي چې د متحدې روسیې ګوند یعنې واکمن ګوند په دغو ټاکنې ډېرې رایې ترلاسه کړې دي.

خو د روسیې حاکم ګوند ویلي دي چې دغه ګوند په ټاکنو کې بریالی دی. حاکم ګوند په داسې حال کې په پارلماني ټاکنو کې ځان بریالی اعلان کړی دی چې د کرېملن ماڼۍ ډېری نقدکوونکې څېرې په دغو ټاکنو کې له ګډون څخه منع شوي وو.

د روسیې پارلماني ټاکنې چې درې ورځې مخکې ترسره شوې، خلکو د دغه هېواد د پارلمان د ۴۵۰ څوکیو لپاره نوماندانو ته رایه وکاروله.

بل خوا د واکمن ګوند یو شمېر پلویان پر خپلې دغې بریا خوښ دي.
 
د مسکو ښاروال سرګي سوبیانین وايي:«مبارک! نن پارلماني ټاکنې پای ته ورسېدې، دغه ټاکنې ډېرې مهمې وې، ځکه د ښار او هېواد برخلیک ټاکي او اقتصادي پراختیایي پروګرامونه روښانه کوي. له ټولو هغو کسانو چې په دغو ټاکنو کې یې ګډون کړی دی او رایه یې ورکړې ده، مننه کوو.»

د روسیې د عمومي شورا سرمنشي آندری تورچاک هم وویل:«ګرانو دوستانو! اجازه راکړئ چې تاسو ټولو ته د دې بریا مبارکي درکړم.»

په ولسمشر پوتین پورې اړوند د متحدې روسیې ګوند د ملاتړ د کچې له ټيټوالي سره سره، په دغو ټاکنو کې د بریا اعلان کړی دی. 

د مسکو اوسېدونکی الکساندر لونوف څرګندوي:«ولې دوی د ټاکنو پایلې اعلان نه کړې، ځکه که رایې ورکونه آنلاین وي، باید د رایې له ورکولو سره سم پایله څرګنده شي او له همدې امله ښایي تقلب شوی وي. فکر کوم چې څارونکو ته اجازه ورنه کړل شوه، ځکه شاوخوا ته ګڼ څارونکي وو، وبه لیدل شي چې پایله یې څه کېږي.»

دا په داسې حال کې ده چې د روسیې په پارلماني ټاکنو کې د کریملن د ډېری مشهورو متقدانو د ګډون مخه نیول شوې وه. بل خوا د یوه لوري په ګټه د سرغړونو او د صندوقونو د ډکېدو ډېر راپورونه هم ورکړل شوي دي.
 
د روسیې پارلماني ټاکنې چې درې ورځې مخکې ترسره شوې، خلکو د دغه هېواد د پارلمان د ۴۵۰ څوکیو لپاره نوماندانو ته رایه وکاروله. او د متحدې روسیې ګوند د دغو ټاکنو مخکښ اعلان شوی دی.

تصویر بندانگشتی

په روسیې کې له پارلماني ټاکنو درې ورځې وروسته، د دغو ټاکنو لومړنۍ پایلې ښيي چې د متحدې روسیې ګوند یعنې واکمن ګوند په دغو ټاکنې ډېرې رایې ترلاسه کړې دي.

خو د روسیې حاکم ګوند ویلي دي چې دغه ګوند په ټاکنو کې بریالی دی. حاکم ګوند په داسې حال کې په پارلماني ټاکنو کې ځان بریالی اعلان کړی دی چې د کرېملن ماڼۍ ډېری نقدکوونکې څېرې په دغو ټاکنو کې له ګډون څخه منع شوي وو.

د روسیې پارلماني ټاکنې چې درې ورځې مخکې ترسره شوې، خلکو د دغه هېواد د پارلمان د ۴۵۰ څوکیو لپاره نوماندانو ته رایه وکاروله.

بل خوا د واکمن ګوند یو شمېر پلویان پر خپلې دغې بریا خوښ دي.
 
د مسکو ښاروال سرګي سوبیانین وايي:«مبارک! نن پارلماني ټاکنې پای ته ورسېدې، دغه ټاکنې ډېرې مهمې وې، ځکه د ښار او هېواد برخلیک ټاکي او اقتصادي پراختیایي پروګرامونه روښانه کوي. له ټولو هغو کسانو چې په دغو ټاکنو کې یې ګډون کړی دی او رایه یې ورکړې ده، مننه کوو.»

د روسیې د عمومي شورا سرمنشي آندری تورچاک هم وویل:«ګرانو دوستانو! اجازه راکړئ چې تاسو ټولو ته د دې بریا مبارکي درکړم.»

په ولسمشر پوتین پورې اړوند د متحدې روسیې ګوند د ملاتړ د کچې له ټيټوالي سره سره، په دغو ټاکنو کې د بریا اعلان کړی دی. 

د مسکو اوسېدونکی الکساندر لونوف څرګندوي:«ولې دوی د ټاکنو پایلې اعلان نه کړې، ځکه که رایې ورکونه آنلاین وي، باید د رایې له ورکولو سره سم پایله څرګنده شي او له همدې امله ښایي تقلب شوی وي. فکر کوم چې څارونکو ته اجازه ورنه کړل شوه، ځکه شاوخوا ته ګڼ څارونکي وو، وبه لیدل شي چې پایله یې څه کېږي.»

دا په داسې حال کې ده چې د روسیې په پارلماني ټاکنو کې د کریملن د ډېری مشهورو متقدانو د ګډون مخه نیول شوې وه. بل خوا د یوه لوري په ګټه د سرغړونو او د صندوقونو د ډکېدو ډېر راپورونه هم ورکړل شوي دي.
 
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه