امریکا کې پرون (پنجشنبه د تلې په لومړۍ نېټه) مسوولانو ویلي، هغو کسانو ته به د کورونا ضد واکسین وشي چې ډېر له خطر سره مخامخ دي.
امریکا کې د ناروغیو د کنټرول مرکز ویلي چې د ۶۵ کلونو نه پورته وګړي، د مرستونونو خلک او هغه کسان چې عمر یې له ۵۰ تر ۶۴ کلونو دی، خو روغتیایي ستونزې لري، د کورونا ضد واکسین ورته کېږي.
امریکایي چارواکي وایي دا پرېکړه ورته سخته وه، چې معلومه کړي کومه کټګورۍ خلکو ته په دې پړاو کې د کورونا ضد واکسین وکړي.
د امریکا د اوهایو پوهنتون یوه استاد ویلي:"موږ یوازې دا وایو چې د ۱۸ کلونو نه پورته ټولو خلکو ته دې د کورونا ضد واکسین وشي. موږ ډېر اغېزناک واکسین لرو."
امریکا کې تر اوسه ۱۸۲ میلیونه وګړو ته د کورونا ضد واکسین شوی، چې د ټول نفوس ۵۵ سلنه کېږي.