Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د جرمني ټاکنو کې سوسیال ډیموکراټ ګوند په لږ توپير ګټونکی شو

په جرمني کې د پارلماني ټاکنو د لومړنیو پایلو له مخې سوسیال ډیموکراټ ګوند ۲۵.۷ سلنه او حاکم ګوند ۲۴.۱ سلنه رایې خپلې کړې دي.

زرغون ګوند په پرونیو ټاکنو کې د خپلې سیاسي مبارزې په تاریخ کې، تر ټولو ډېرې رایې تر لاسه کړي او د ۱۴.۸ سلنه رایو په ترلاسه کولو سره درېیم ځای لري.

سوسیال ډیموکراټ ګوند چې منځ‌لاری ګوند دی، لوی اکثریت نه دی تر لاسه کړی نو اړ دی چې له نورو ګوندونو سره ګډ حکومت رامنځته کړي.

د سوسیال ډیموکراټ ګوند مشر اولاف شولز پرون (یکشنبه د سپټمبر په ۲۷ مه) وینا کې له رایه ورکوونکو وغوښتل چې، بدلون راولي او لومړۍ وزیره انګلا مرکل له ۱۶ کاله واکمنۍ وروسته له واک لېرې کړي.

د مېرمن مرکل د ګوند اوسني مشر او نوماند اغمین لاشت ومنله چې د دې ګوند د پلویانو په شمېر کې تاریخي کموالی راغلی.

د انګلا مرکل په مشرۍ به اوسنی حکومت د نوي حکومت تر جوړېدو واکمن وي.

د رایو جلبولو د یوې هڅې په توګه د جرمني لومړۍ وزیره انګلا مرکل وړمه ورځ په یوې ټاکنیزه غونډه کې له محافظه کار نوماند اغمین لاشیت سره یوځای شوه.

په جرمني کې له ۶۰ میلیونو نه ډېر کسان د رایې ورکولو پر شرایطو برابر دي او د دې ټاکنو ګټونکی به د اروپا د پیاوړي اقتصاد مشري هم په غاړه ولري.

له درېیو نوماندانو نه چې د اغلې مرکل څوکۍ ته سیالي کوي ښاغلي شولز ډېر رایې اچوونکي هېښ کړي دي.

د جرمني د پارلماني ټاکنو د لومړنیو پایلو له مخې سوسیال ډیموکراټ ګوند په لږ توپیر بریالی شو او د مخکنۍ لومړۍ وزیرې انګلا مرکل ګوند ۱۶ کلنه واکمنۍ په ختمېدو شوه.

شریک یي کړئ