Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

چین ته د امریکا ګواښ؛ د تایوان په تړاو ستاسو د کړنې مخالف یوو

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن د جي ډلې د غونډې په څنډه کې د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي ته ویلي دي چې واشنګټن د چین د هغې کړنې مخالف دی چې په تایوان کې د شخړو د زیاتوالي لامل شوی دی.

د رویټرز د خبري اژانس د رپوټ پر حواله، بلېنکن او وانګ يي په اېټالیا کې د شل ډلې غونډې په څنډه کې سره لیدلي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یو لوړپوړی چارواکی رویټرز ته ویلي دي چې د دغې یو ساعته غونډې په لړ کې، انټوني بلېنکن ویلي دي چې امریکا د موجوده وضعیت او د تایوان په وړاندې د چین د یو اړخیزې کړنې مخالف دی.

دواړو لوریو د تایوان په هکله لیدنه مهمه اعلان کړه.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو ورځو کې، د چین په سوېل کې د تایوان د ټاپو په هکله چې د خپلواکۍ مدعي دی، د امریکا او چین ترمنځ شخړو زیاتوالی موندلی دی.

چین ادعا لري چې دغه ټاپو د دغه هېواد د واکمنۍ یوه برخه ده.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه