Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

روسیه هند ته د اس - ۴۰۰ دفاعي سیسټم دستګاه استوي

د روسیې پوځي چارواکي وايي چې مسکو هند ته د اس -۴۰۰ دفاعي سیسټم د دستګاه د تامین او استولو بهیر پيل کړی دی.

د روسیې خبري اژانسونو د روسیې د پوځي همکاریو د څانګې رییس رپوټ ورکړی دی چې هند ته د دغه دفاعي سیسټم د دستګاه د لومړنۍ چوپې د لېږد بهیر پیل شوی دی.

د انټرفاکس خبري اژانس د رپوټ پر بنسټ، شوګایف د یکشنبې په ورځ په دوبۍ کې یوه سوداګریز نندارتون کې وویل:«د وسلو د لېږد لومړنۍ چوپه پیل شوې ده.»

د دغه خبري اژانس پر حواله، د اس - ۴۰۰ دفاعي سیسټم لومړنۍ دستګاه د روان کال تر پایه هند ته رسېږي.

هند وايي چې د چین له ګواښونو سره د مقابلې لپاره په ۲۰۱۸ کال کې له روسیې سره د ۵.۵ مېلیارد ډالرو په ارزښت د توغندیو د دفاع سیسټم تړون لاسلیک کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا د ۲۰۱۷ کال د قانون پر بنسټ د نړۍ هېوادونه نه شي کولای چې له روسیې پوځي وسلې وپېري تصویب شوی دی، د دغو وسلو پېرل هند د امریکا د بندیزونو له ګواښ سره مخامخ کوي.

د امریکا له دښمن سره د مقابلې د قانون پر بنسټ، هند د امریکا متحده ایالاتو له یو لړ بندیزونو سره مخ دی. د دغه قانون پر بنسټ، روسیه، شمالي کوریا او ایران د امریکا دښمنان ښودل شوي دي.

په داسې حال کې چې نوی ډيلی وايي چې له امریکا او روسیې سره سټراټېژيکې اړیکې لري، واشنګټن ویلي دي چې دا شونې نه ده چې د روسیې د وسلو د پېر قانون پر هند عملي نه شي.

له دې مخکې امریکا ترکیه هم د اس - ۴۰۰ توغندويي دفاع سیسټم د پېرلو له امله تحریم کړې وه.    

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه